افغان حکومت وايي د قطر د بین الافغاني مذاکراتو هېڅ ګډونوال د افغانستان د حکومت استازيتوب نکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د استازو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې بین الافغانی مذاکرات ښایي تر راتلونکو دوو اونیو پورې په جرمني کې وشي.
د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي دعوت اسلام اباد ته تللی. ولسمشری ماڼۍ وایي چې د دواړو ملکونو تر منځ د اړیکو ښه کول او د باور فضا رامنځ ته کول د دغه سفر له مهمو موخو څخه دي.
څه موده مخکې په کابل کې د سولې مشورتي جرګې له حکومت څخه وغوښتل چې د ښه نیت په موخه دې طالب بندیان له زندان څخه خوشې کړي. حکومت دا بهیر اوس پیل کړی دی.
د کرکټ نړیوال جام لوبې د لسو غښتلو ټیمونو ترمنځ په بریتانیا کې روانې دي. دغه لوبې د می د میاشتې په ٣٠ پیل شوي او د جولای د میاشتې تر ١۴ دوام کوي.
د افغانستان پولي واحد افغانۍ د ډالر په وړاندې په بیسارې توگه خپل ارزښت بایللی دی. البته یواځې افغانستان نه بلکه د سیمې نور هیوادونه لکه پاکستان او ایران هم له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دي.
د امریکا د متحده ایالاتو هوایي ځواکونه وایي، بي-٥٢ بمبارد الوتکې چې ټاکل شوې د ایران "د احتمالي گواښ د شنډولو" لپاره د فارس خلیج ته ولیږل شي په قطر کې د امریکا هوایي اډې ته رسیدلي دي په دغه کار سره د تهران او واشنګټن اړیکې نورې هم ترېنګلې شوي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي دي.
ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې شا او خوا ۳زره تنه به پکې ګډون کوي جوړه شي.
د افغانستان سترې محکمې د ولسمشر اشرف غني د کار موده تر ولسمشریزو ټاکنو پورې غځولې ده.
د جمهوري ریاست انتخابات، د طالبانو سره مذاکرات او د موقتې ادارې جوړیدل په روان کال کې د افغانستان عمده بحثونه دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نوماندانو د جمعې په ورځ (مارچ ١) د هیواد د انتخاباتي کمیسیونونو غړیتوب ته د ٨۴ نوماندانو له جملې نه ١۴ غړي وټاکل.
نور پورته کول