د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی او زرداري وايي په ۶ میاشتو کې افغانستان ته سوله راتلای سي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د هغه پاکستاني انډول اصف علي زرداري ژمنه کړې چې په شپږو میاشتو کې افغانستان سولی ته رسیدلی شي .

دواړو ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې چې د لومړي وزیر کیمرون د دفترله خوا خپره شوه ، دغه ژمنه وکړه. دغو درې سرو مشرانو لندن ته نژدې غونډه وکړه چې دا د هغو عالي غونډو په لړکې دریمه غونډه ده چې د جولای په میاشت کې په کابل کې پیل شوې وې. خو د لندن عالي غونډه لومړی غونډه وه چې د سیاسي مشرانو نه علاوه د افغانستان او پاکستان لوړ رتبه نظامي او د استخباراتو مامورانو هم پکی برخه درلوده.

لومړي وزیر کیمرون د دواړو ولسمشرانو سره یوځای شو او په قطر کې یې د یوه دفتر د پرانیستلو ملاتړ وکړچې د طالبانو سره د سولې خبری پکې وشي. نوموړي دغه راز له یاغیانونه وغوښتل چې په دغو خبروکې گډون وکړي. ،، دغه پرمختګ چې نن موږ وکړ، دا طالبانو تهڅرگند پیغام استوی.
دا اوس دهرچا لپاره وخت دی چې په افغانستان کې په سوله ایزه او سیاسي پروسه کې گډون وکړي.


بریتانیه غواړي چې دغه دوه گاونډي هیوادونه د سیمه ایز ثبات د تقویه کولو لپاره په گډه کار وکړی په داسی حال کې چې بریتانیه د دې تیاری نیسي چې د بل کال په پای کې له افغانستان نه خپل په رزگونو عسکر را وباسی . د بریتانیی عسکر د ناټو دماموریت د یوې برخې په حیث د طالبانو په خلاف کلونه کلونه جنگیدلي دي چې هدف يي د افغانستان د امنیتي قواو سره مرسته کول دي چې د خپل هیواد امنیتي مسؤلیت په غاړه واخلي.

ولسمشر کرزی نن د درې اړخیزې غونډې نه وروسته یو شپه نور هم په لندن کې تم شوی دی ، سبا ناروی ته سفر کوي.
XS
SM
MD
LG