د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د تشدد په پيښو کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.


په افغانستان کې نن په جلا جلا بریدونو کې ۲۴ تنه وژل شوي دي. چارواکي وايي چې د سړک د غاړې په بمونو او د یاغیانو په بریدونو کې چې په پنځو جلا جلا ځایونو کې شوي دي.

په افغانستان کې مرګ ژوبله مخ به زیاتیدو ده. تراوسه پورې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو لپاره د اپریل میاشت ډیره خونړۍ ګنل شویده. د اسوشیټد پرېس خبرې اژانس ليکي چې تراوسه پورې په دې میاشت کې په ټول هېواد کې د تشدد په پېښو کې 182 کسان وژل شویدي.

د اسوشیټد پریس خبرې اژانس د هرات د والي د ویاند محی الدېن نوری له قوله لېکي چې اووه تنه ښځې اوماشومان هغه مهال ووژل شول چې شینډنډ ته نږدې د هغوی موټر د سړک د غاړې په ماین ور برابر شو.

دغزنې د قره باغ په ولسوالی کې د سړک دغاړې د بم په چاودنه کې پنځه کسان چې د کاروانونو د ساتلو لپاره امنیتي ساتونکي وو، ووژل شول. داخبره د دغه ولاېت ویاند فضل احمد سباوون کړې ده.

بل پلو ته د لغمان د والي ویاند سرحدی ځواک وايي ېاغېانو پر یوه پوسته برېد کړی دی او څلور تنه کلیوال پولیس ېې وژلي دي. د دغې پیښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د جوزجان ولاېت د امنیه قوماندان عزیز غیرت وویل چې یاغیانو په ځاي سپېن ږیرو باندې ډزې وکړې. په دغو ډزو کې دوه صحي کارکوونکي لګیدلي دي او وژل شوي دي. همدارنگه، نن د چارشنبې په ورځ د پولیسو ویاند عبدالمنان روف وویل شپږ افغان عسکر، چې دوه یې منصبداران، او څلور نور یې تازه عسکری ته داخل شوي وو، پرهغه لویه لاره چا وژلي وو چې د جوزجان له ولاېت څخه تېرېږي. هغه وویل چې دا شپږ تنه عسکر په رخصتي باندې کورونو ته تلل. هغه د دغه برید مسولیت، چې د سه شنبې په ورځ شوېدی، پرېاغي طالبانو باندې اچولی دی.
XS
SM
MD
LG