د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې سترې بړبوړکۍ په لسهاوو کسه وژلي


د امریکا د اوکلاهوما په ایالت کې د پرونۍ سترې بړبوړکۍ (ټورناډو) نه ورسته د ژغورنې عملیات روان دي.

تر اوسه پورې په پيښې کې د ۵۱ کسانو مړینه تایید شویده. په مړو کې ۲۰ تنه یې تنکي ماشومان دي چې د بړبوړکۍ په مهال په یوه ښوونځی کې وو.

د اوکلاهوما په ایالات کې پرون د بړبوړکۍ له امله، چې د باد سرعت یې په ساعت کې ۳۲۰ کیلومتره و، یو شمیر ودانۍ او کورونه ویجاړ شوي دي.

د ژغورنې عمله د اوکلاهوما د ښار د مور Moore)) په سیمې کې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړې ده. په دغه سیمې کې بړبوړکۍ کورونه هوار کړي دي.

د اوکلاهوما د ایالت د طبي آزموینو د دفتر یوې ویاندې نن سهار وویل چې داسي معلومیږي چې په دغه پيښې کې ۴۰ نور کسه هم مړه شوي وي. په پیښې کې لږترلږه ۱۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

ژغورنکو څو ماشومان د ښوونځیو د ویجاړو شوو ودانیو څخه راایستلي دي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما په اوکلاهوما کې د ستر مصیبت حالت اعلان کړی دی.
XS
SM
MD
LG