د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي په چینایي انجینرانو باندې برید په افغانستان کې پلان شوی و


یو ځانمرګي د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د چینايي انجینرانو په موټر ځان والوځوه او شپږ تنه یې ووژل.
یو ځانمرګي د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د چینايي انجینرانو په موټر ځان والوځوه او شپږ تنه یې ووژل.

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور۱۸) وویل چې د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې په چینايي انجینرانو باندې برید په افغانستان کې پلان شوی و او بریدګر هم افغان و.

هغه وخت یو ځانمرګي د چینايي انجینرانو په موټر ځان والوځوه او شپږ تنه یې ووژل. دغو انجینرانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د اوبو د بند په یوې پروژې کې کار کاوه.

د پاکستان پوځ ویاند تورن جنرال احمد شریف خبریالانو ته وویل: «ټول برید په افغانستان کې پلان شوی و، په برید کې کارول شوی موټر هم په افغانستان کې چمتو کړل شوی و او ځانمرګی هم افغان و.»

رویټرز خبري اژانس وايي چې د پاکستان د پوځ د ویاند د دغو څرګندونو په اړه یې په افغانستان کې له طالب مقاماتو سره تماس ونیوه، خو هغوی لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د افغان طالبانو او اسلام اباد ترمنځ روابط په دې وروستیو خراب شوي دي. پاکستاني‌ مقامات ادعا کوي‌چې افغان طالبان د هغو ترهګرو ډلو په ضد کافي اقدامات نه کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

پاکستاني چارواکي همدغه راز تور لګوي چې د افغان طالبانو په حکومت کې ځینې کړۍ شته چې د پاکستان طالبانو ننګه کوي. پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو سره همفکره دي. خو په کابل کې ناست واکمن طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG