د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله او احمدزي د ټاکنو راوروسته حالاتو په سر خبرې کړې


ارشیف
ارشیف

د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ د تیرې شنبې د شپې د تړون وروسته نن ، دغو کاندیدانو په لومړي ځل د رایو د بیا شمیرولو د بهیر په کړنلاره خبرې کړي او په دې هکله یوې موافقې ته رسیدلي دي.

د جمهوري ریاست د یوه کاندید اشرف غني احمدزي ویاند فیض الله ذکي امریکا غږ ته وویل چې دواړو کاندیدانو نن د اشرف غني احمدزي په کور کې د ټاکنو پر مسایلو خبرې وکړې او د رایو د تفتش بهیر ته د شکل ورکولو او د یوې سالمې فضا په رامنځ ته کولو سره هوکړه وکړه.

د ښاغلي ذکي په وینا په راتلونکې کې به د اړتیا په صورت کې د دوی د سیال عبدالله عبدالله په کور کې هم ورته ناستې جوړې شي.

که څه هم ذکي دا ونه ویل چې په دې خبرو کې د ملي یوالي حکومت د جوړیدو په سر د خبرو په باب څه ونه ویل خو له دې وړاندې د عبدالله عبدالله د ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته ویلي وو چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ناستې په آجندا کې دا مسله شامله وه ، خو د اشرف غني احمدزي د ټیم یو بل غړي داود سلطانزوی په دې مسله خبرې مخکې له وخته بللې وې ، او ویلي وو چې تراوسه په ټاکنو کې کوم حقوقي اړخ معلوم شوی نه دی نو ځکه په دې باب خبرې مخکې له وخته دي.

دا غونډه وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب دواړو کاندیدانو د سل فیصده رایو د بیا شمیرلو پر سره موافقه وکړه لومړنئ غونډه ده چې هغوی په دې باب سره خبرې کوي.

د دغه تړون وروسته د ملي وحدت د حکومت د جوړیدولو مسله د دواړو کاندیدانو ترمنځ د بحث وړ موضوع ده چې دواړه خواوې ورزینې جلا جلا تعبیرونه کوي.

دغو کاندیدانو په داسې حال کې سره کتلي دي چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون تراوسه د ټولو رایو بیا پلټل نه دي پیل کړي.

وړمه ورځ ددغه کمیسیون رییس خبریالانو ته وویل چې د رایو بیا شمیرولو بهیر به د سې شنبې په ورځ پیل شي ، خو نن ددغه کمیسیون یو کمیشنر محمد عزیز بختیاري امریکا غږ ته وویل چې د ځینو تخنیکي نیمګړتیاوو له امله دوی ونه شو کړای چې د رایو شمیرل پیل کړي.

بختیاري وویل چې یوه ستونزه د ملګرو ملتونو د څارونکو نه شتون او بله ستونزه د رایو د شمیرلو د کار کوونکو روزنه وه چې دواړه ستونزې به ډیر ژر هوارې شي.

XS
SM
MD
LG