د لاس رسي وړ اتصالات

صحي کارکوونکي: د سفر پر مهال باید ماشومان واکسین شي


مښو کنډو د خوست د غلام خان سرحدي سيمه ده. له دې ځايه درې مختلفې فرعي لارې جلا کېږي، چې د سرحد بلې غاړې ته خلک پرې تګ راتګ کوي. اصلي لار پاکستاني پوځيانو تړلې ده.

دلته موظف شوي دوه تنه واکسيناتوران هر موټر د لاس په اشارې سره ودروي او تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکوي. د ورځې لسګونه موټر له دې لارو د کرښې دواړو غاړو ته اوړي.

د کرښې بلې غاړې ته اوښتونکي ډاټسن موټر کې سپرو ځينو کسانو د پوليو د واکسين په اړه له خاص څه ويلو ډډه وکړه، خو د موټر په شاتني سيټ کې ناست يو ځوان د خبرو کولو علاقه وښوده.

سخي الرحمن: ” واکسين ډېره ګټه لري، زموږ ستر قوم دی، هيڅوک ترې انکار نه کوي. هره مياشت واکسين راځي. دغه کسان دلته ولاړ وي، چې له دې لارې تېرېږو، ماشومانو ته واکسين ورکوي ‟.

د روغتيايي مسوولينو په وينا د بې ثباتۍ او ناامنيو ترڅنګ مهاجرتونه، د کورنيو بې ځايه کېدل او دغه راز د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو تله راتله د پوليو د ويروس په انتقال کې عمده رول لري.

د غلام خان په سرحد کې ګمارل شوی واکسيناتور روف خان وايي، چې د پوليوضد واکسين د تطبيق د روزنې پرمهال پرې ټينګار شوی، چې له واکسين پرته هيڅ ماشوم د کرښې کومې غاړې ته پرې نه ږدي.

” له دې لارې ډېر کسان تېرېږي. د ورځې له پنځلسو تر شلو ماشومانو واکسينوو. مخکې خلک ډېر وو، خو اس ډېر دې خوا ته رااوښتي دي. ډېری خلک انکار نه کوي او په اهميت يې پوهېږي ‟.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته هره ورځ لسګونه زره خلک ځي او راځي. د دوی لپاره له سرحد څخه د ټولو تېرو شويو لارو پر سر د ګوزڼ ضد واکسين ټيمونه ګمارل شوي.

روغتيايي کارکوونکي ټينګار کوي، چې د افغانستان دننه او بهر ته د سفر پرمهال د ماشومانو واکسينول، له دې هېواد څخه د پوليو د ويروسي خطرناکې ناروغۍ په محوه کېدو کې ډېره مرسته کوي.

د خوست د کتلوي معافيت امر ډاکټر زاهدالله: ” په افغانستان او پاکستان کې د پوليو پېښې يو له بل سره تړاو لري. خلک بايد متوجه واوسېږي، هرځای ته چې ځي د پوليوضد واکسينو ته جدي پاملرنه وکړي‟.

ډاکټر زاهدالله د تېر په څېر بيا هم له خلکو وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د سالمې روغتيا لپاره د پوليو ضد واکسين په تطبيق کې له هر ډول غفلت څخه ځان وساتي.

” پوليو يوه ډېره خطرناکه، وحشي، معيوبوونکې او حتی وژونکي ناروغي ده. له دې څخه د ژغورنې يواځنۍ لاره په هر حالت کې د ماشومانو واکسين کول دي ‟.

د هلمند د وروستۍ پېښې په ګډون سږ کال په افغانستان کې د پوليو ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د صحي کارکوونکو په وينا زياتره دغه پېښې له مهاجرتونو، بهر او په کور دننه له سفرونو تړاو لري.

XS
SM
MD
LG