د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: هر میدان کې د افغانستان د نوم دپاره لوبه کوم


څه وخت چې د ای پي ایل دویمه سیالۍ کې ما د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اخیسته، نو اول مې ځانته وکتل او بیا راته خپل وطنوال سترگو سترگو ته شول،چې ټول عمر ېې غمونو او کړاونو کې تېر کړی،نو ما ویل چې هغوي به دا وخت څومره خوشاله وي، چې د دوي یو لوبغاړی په دومره سترو سیالیو کې غوره لوبغاړی بلل کیږي، نو ماته هم یو قسم ژړا راغله،چې نن دومره غمونو نه پس په مې د وطن د خلکو په مخ مسکا راغلې وي.

راشدخان د ای پي ایل په اووه سیالیو کې لس مشهور لوبغاړي سوزولي
راشدخان د ای پي ایل په اووه سیالیو کې لس مشهور لوبغاړي سوزولي

دا خبرې د افغانستان د کرکټ د ځوان لوبغاړي راشد خان ارمان دي چې د امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانگړې مرکې په ترڅ کې ېې کړیدي. په مرکه کې راشد خان وویل چې ده چې په ای پي ایل کې تراوسه څومره لوبې هم کړیدي ن،د مشهورو لوبغاړو سره ټیم کې ملگری دی او مختلفو میدانو کې لوبیدلی ،نو ډیر څه ېې زده کړي او دا تجربې به د خپلو لوبغاړو سره شریکوي.

راشد خان دا هم وايي چې د خپل ملي ټیم د لوبغاړي محمد نبي ملگرتیا هم ورته ډیره گټوره تمامه شوې او د ای پي ایل د هرې لوبې نه مخکې د هغه نه مشورې اخلي او هیله لري چې محمد نبي به ورسره راتلونکو لوبو کې یو ځای ولوبیږي.

افغان لوبغاړي راشد خان تر اوسه ای پي ایل کې اوو سیالیو کې برخه اخیستې او لس مشهور لوبغاړي ېې سوزولي او د سږني ای پي ایل ستوری بلل شوی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:18 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG