د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو په اجنډا کې ۱۷ هدفونه شامل دي


د ۲۰۳۰ کاله پورې د نړیوالو پرمختیایي هدفونو د پوره کیدو پریکړه تیر کال همدا اونۍ شوې وه.
د ۲۰۳۰ کاله پورې د نړیوالو پرمختیایي هدفونو د پوره کیدو پریکړه تیر کال همدا اونۍ شوې وه.

په ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالو هدفونو اونۍ هغه مشترکه هڅه ده چې په نیویارک کې د ملګروملتونو د دوه اویاېمې کلنۍ غوڼډې په ترڅ کې به کوښښ کیږي تر څو هر مجلس په ښه توګه سرته ورسيږي او ټوله پاملرنه د هغو پرمختګونو د لاسته راوړنو لپاره متمرکزه شي چې د پایداره پرمختیايي هدفونو په خاطر پلان شوي دي. دغه پرمختیايي هدفونه د نړیوالو هدفونو په نوم هم یادیږي.

د نړیوالو هدفونو اونۍ په اصل کې د ۲۰۱۶ میلادي کال په سیپتمبر میاشت کې په همدې نړیوالې پروژې کې د همکارو هیوادونو لخوا مشخصه شوه چې د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) او د ملګروملتونو بنسټ يي هم غړیتوب لري.

د ملګروملتونو په اجنډا کې ۱۷ هدفونه شامل دي:

۱. بی وزلي باید نه وي

۲. لوږه باید ختمه شي

۳. ښه صحت او ښه اوسیدل

۴. با کیفیته تعلیم

۵. د جنډر (جنسیت) مساوات

۶. پاکو اوبو ته لاس رسی ـ حفظ او مراقبت

۷. پاکې انرژ ته لاسرسی

۸. معیاري کار او اقتصادي وده

۹. صنعت، نوښت او بنسټ جوړونه

۱۰. د غیرمتوازنه حالت کمول

۱۱. پایداره ښارونه او ناحیې

۱۲. با مسؤلیته مصرف او تولیدات

۱۳. د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه

۱۴. د اوبو د سطحې لوړیدو مخنیوی

۱۵. په وچه کې د ژوند بقا

۱۶. سوله، عدالت او پیاوړي بنسټونه

۱۷. د هدفونو لپاره ګډه همکاري

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG