د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي ملي سرود ته سپکاوې د زغم وړ نه دی


سیپتمبر۲۵ - د دالاس کاوبایانو ټیم ملي سرود ته غیرمعمول درناوی وکړ
سیپتمبر۲۵ - د دالاس کاوبایانو ټیم ملي سرود ته غیرمعمول درناوی وکړ

د امریکا جمهور رئیس ډونالدټرمپ د سه شنبې په ورځ (سیپتمبر۲۶) د هغو مینه والو د دریځ پلوي وکړه چې د ملي فوټبال لیګ د هغو لوبغاړو ضد يي غږ پورته کړ چې ملي سرود ته په غیر معمولي ډول کیناستل. دا هغه لوبغاړي دي چې د سیالیو مخکې د ملي سرود دپاره په زنګون کیدل په هیواد کې نژادي تبعیض ګڼي او دوئ يي پرضد دي.

د دوشنبې (سیپتمبر۲۵) شپې په سیالیو کې، د دالاس کاوبای لوبغاړو چې د ټیم مالک جیري جونز هم ورسره و، په میدان کې د اریزونا کارډینال ټیم په حضور کې يي، د ملي سرود د غږیدو په وخت کې یوازی په زنګون کیناستل خو بیا وروسته ودریدل. په امریکا کې معمول دادی چې د ملي سرود په وخت کې ټول لاس په سینه ږدي او د سرود ترپایه دریږي.

د بالټیمور جګووار ټیم - سیپتمبر۲۴ - لندن
د بالټیمور جګووار ټیم - سیپتمبر۲۴ - لندن

ددی عمل وروسته جمهور رئیس ټرمپ په تویټر ولیکل د فوټبال په ملي لیګ سیالیو کې چې کله د دالاس ټول ټیم په زنګون شو او د معمول په څير درناوي يي ونکړ، دا تربل هر کار بد عمل و چې پخوا يي نه و لیدلی او پدې کار سخت خپه دی.

دا پنځمه پرله پسې ورځ ده چې ټرمپ پدې اړه تبصرې کوي. هغه وایي د لوبو د پیل کیدو دمخه د فوټبال ملي لیګ محبوبیت کم شوی دی ځکه چې خلک ګوري د هغوئ هیواد ته درناوی نه کیږي. خو ټرمپ داهم وویل چې د دالاس لوبغاړي چې د ملي سرود په درناوي ودریږي دا لوی پرمختګ دی او ټول باید د خپل هیواد سره مینه ولري.

د امریکا د فوټبال ملي لیګ کې تر دوه سوه زیات لوبغاړي لوبیږي چې اکثریت یي تورپوستي دي، د ټیمونو مالکان دي او ټولو د همدې اونۍ په پیل کې د لوبو مخکې د ملي سرود غږیدو په وخت په زنګنو شوو، لاسونه يي راغوڼډ خو د عمومي دود په څير د ملي سرود دپاره ونه دریدل. په امریکا کې اکثریت لوبغاړي د ملي سرود د غږیدو په وخت لاسونه په سینه ږدي او چپ دریږي.

د واشنګټن ریډسکین ټیم د ملي سرود په وخت کې
د واشنګټن ریډسکین ټیم د ملي سرود په وخت کې

د امریکا د فوټبال ملي لیګ لوبغاړي وایي دوئ د یو شمیر لوبغاړو لخوا د دستور ماتولو وروسته په امریکا کې د اقلیتونو په وړاندې بی احترامي ګڼي چې د سپین پوستو او پولیسو لخوا په بی رحمه ډول د تورپوستو سره چلند کیږي.

خو ټرمپ وایي ملي سرود ته د لوبغاړو نه درناوې د امریکا بیرغ ته سپکاوی دی او د نژاد پرستۍ سره کوم تړاو نلري.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG