د لاس رسي وړ اتصالات

د مارتین لوترکینګ د مرګ پنځوس کاله پوره شول


مارتین لوتر کینګ په واشنګټن کې د تاریخې وینا پرمهال
مارتین لوتر کینګ په واشنګټن کې د تاریخې وینا پرمهال

مارتین لوتر کنگ په امریکا کې د تورپوستو لپاره د مدني حقونو د لاسته راوړلو په ترڅ کې په ملیونونو خلک وهڅول چې د مدني حقوقو لپاره مبارزه وکړي.

دعدم تشدد کړنلارې له هغه سره مرسته وکړله چې په ١٩٦۴ کال کې د مدني حقوقو قانون منظور شی، او په ١٩٦٥ کال کې د رایو ورکولو حق منظور تصویب شي.

د افریقايی امریکایانو د مطالعاتو پروفیسر گریگوري کار وايی مارتین لوتر کنگ فکر کاوه چې د ژوند تر ټولو مهمه شیبه ېې هغه وخت وه چی د ابراهام لنکن د یادگاري څلي سره ېې د ١٩٦٣ کال د اگست په میاشت کې وینا وکړله. دغه ستره مظاهره د امریکا په تاریخ کې "د واشنگټن لاریون" بلل شوی.

پروفیسیور ګریګوري وایي دا د ډاکټر کینګ د ژوند یوه نادره شیبه وه، ځکه له دې خبرو نه څو ساعته وروسته ووژل شو. د کانگرس اوسنی غړی جان لوئیس هغه وخت د محصلینو په مشرانو کې حسابیدو او پرون يي امریکاغږ سره په خبرو کې د ۱۹۶۸ کال د اپریل څلورمې خونړۍ یکشنبه یاده کړه: "هغوئ زموږ په لور راغلل په کوتکو ېې ووهلو او وډبولو. د آسونو ترپښو لاندې ېیی په مځکه غورځولو. اوښکې بهوونکی گاز ېې هم کارو. زه یو پولیس په سر ووهلم. پله ته چې ورسیدم نو د زخم له امله بی هوښه شوم."

مارتین لوتر کنگ ویل "زه یو خیال لرم چې یوه ورځ به دا ملت راپورته شي."

مارتین لورتین کینګ د دی تاریخې وینا په یوه برخه کې وویل "موږ باید نړۍ وال په دې پوه کړو چې د رایو د حق نه د انکار او د پولیسو له خوا څخه د وحشت او زور زیاتي نه کار اخیستلو په اړه ضرور ده چی د درې اړخیز شر په اړه مظاهرې وکړو."

مارتین لوتر کنگ ویل "زه یو خیال لرم چې یوه ورځ به دا ملت راپورته شي".

تقریبا تر دوو سوو زرو نه زیاتو کسانو په دغه لاریون کې برخه اخیستی وه. د مارتین لوتر کنگ تصور په امریکا کې چې د تورپوستو مرئیانو په مټو او خولو جوړ شو د ازادۍ او برابرۍ تصور بلل کیږي. د منځنۍ دورې یو محصل کوینټز براون وایي د مارتین لوترکنګ مبارزه ددی سبب شوه چې هغه تری د انسانانو سره مینه او د عدم تشدد مبارزه زده کړي.

ډیلینی کاکرن په لاریونو کې یو فعال شاگرد وايی ده د ښځو په لاریون کې ېې گډون وکړ، زموږ د ژوند لپاره لاریون، او نور له هغه لاریون سره نیژدې والی لری چی مارتین لوتر کنگ کړی و. او د " زه یو تصور لرم" مشهوره وینا ېې پکې کړی وه.

د هاورډ پوهنتون یو محصل تامس لایل وایي د مارتین لوترکنگ د شخصیت هغه اړخ يي خوښیږي چې ویره ېې نه لرله او ډیر زړور و. هرچېرته ېې ویناوې کولې ا وپه لاریونونو کې ېې برخه اخیستله او په دې هم پوهېده چې ددې کارونوعواقب ده او دده کورنۍ ته څه دي.

په واشنګټن میموریل پارک کې د ډاکټرکینګ مجسمه

مارتین لوتر کنگ داپریل په څلور مه په ١٩٦٨ میلادی کال کېد ټینېسي په میمفیس کې دماښام په شپږوبجو ووژل شو. هغه د سینټ جوزیف روغتون ته وې وړل شو خو هلته په ٧:٠٥ مړ شو. د مارتین لوتر کنگ جنازه د ١٩٦٨ کال د اپریل په نهمه په اتلانتا ښار کې وشوه او ترسلو زرو نه زیات کسان او مشهور امریکایي سیاستوالو پکې ګډون کړې و.

د مارتین لوترکینګ د قتل مخکې او وروسته شیبې:

د ۱۹۶۸ کال د اپریل په درېیمه د ټینیسي ایالت، ممفیس ښار ته ورسیدو او د حفظالصحې د مامورینو له یوې مظاهرې یي ملاتړ وکړ. وروسته په لورئن موټل کې پاتې شو.

د اپریل په څلورمه، د ماښام شپږو بجو مخکې، کینګ د خپلې خونې ووت او د یو ایالتي وزیر کورته د ماښامنۍ دپاره لاړ. وروسته يي د برنډې نه خپل موټروان ته غږ وکړ.

د اپریل په څلورمه د ماښام په ۰۶:۰۱ دقیقه کې پر کینګ ډز وشو او په بیړه د سنت جوزف روغتون ته یوړل شو.

د اپریل په څلورمه د ماښام په ۰۷:۰۵ دقیقو کې د هغه د مرګ خبر اعلان شو. د امریکا تر سلو ډیرو ښارونو کې مظاهرې راووتلې. د هغه وخت جمهور رئیس لیندن بي.جانسن په امریکا کې اظطراري وضعیت اعلان کړ.

د اپریل په پنځمه، فدرال پولیسو – اف.بي.آی – د کینګ د قتل تحقیقات پیل کړل، پدې پلټنو تر دوه میلیونه زیات ډالر مصرف شوو او دری نیم زره څارنوالان موظف شوي وو.

د اپریل په نهمه، د اتلانتا ښار په ایبینزر کلیسیا کې د کینګ د جنازې مراسم ونیول شوو او تر پنځوس زرو زیاتو خلکو د کینګ جنازه په ټول ښار کې وګرځوله.

د اپریل په نهمه د –اف.بي.آی- څارنوالانو په هغه ټوپک د څلویښت کلن جیمز ایرلي ری په نوم شخص د ګوتو نښې وموندې او کینګ پری ویشتل شوی و. تورن وسله وال غل یو کال دمخه د میزوري د ایالتي زندان نه هم تښتیدلی و.

د اپریل په څلورویشتمه، متهم ایرلي ری په کاناډا کې د جورج سنیډ په نوم پاسپور ترلاسه کړ او د تورنتو ښار نه لندن ته يي ټیکټ اخستی و.

د جون په اتمه ری د لندن په هیترو هوايي ډګر کې په داسی حال کې ونیول شو چې بروکسل ته يي ټکټ اخستو او وروسته يي غوښتل بیرته امریکا ته راشي.

د ۱۹۶۹ کال د مارچ په لسمه، ری پدې اعتراف وکړ چې کینګ يي وژلی او د ټینیسي په زندان کې په سل کاله بند محکوم شو.

د مارچ په دیارلسمه، ری خپل اعتراف بیرته واخیست او مدعي شو چې په زور تری إقرار اخستل شوی. هغه د ټول عمر دپاره ځان بی ګناه ثابت کړ.

خو په ۱۹۷۸ کال کې، ری د کانګرس یوې ځانګړې عدلي کمیټې ته د وضاحت ورکولو دپاره احضار شو اوپه نتیجه کې یي معلومه شوه چې ری د قتل په قضیه کې یوازی اقدام کړی. خو د کمیټې په موندونو کې معلومه شوه چې د قتل قضیه ډیر مجهول اړخونه هم لري.

د ۱۹۹۳ کال په دسمبر کې، د مفئیس ښار د یو رستورانت خاوند لوئډ جایرز وویل د مافیا لخوا ورته سل زره ډالره ورکړل شوي چې مارتین لوترکینګ ووژني. جایرز ویلي وو هغه بیا بل اجرتي قاتل فرنک هلټ ته پيسې منلې وی چې په کینګ ډز وکړي.

د ۱۹۹۸ کال د اپریل په درویشتمه، جیمز ایرلي ری په زندان کې د پختورګي او ځګر د ناروغۍ له امله په اویاکلنۍ کې مړ شو.

په ۱۹۹۹ کال کې د مارتین لوترکینګ کورنۍ چې فکر یي کاوه ایرلي ری بی ګناه دی، د کینګ د قتل په تور يي په لوئډ جایرز دعوا پیله کړه او ددی حقوقي دعوا په نتیجه کې د کینګ کورنۍ ته سل ډالره انعام ورکړل شو چې هغه پيسې یي بیا یوې خیریه موسسې ته ورکړې.

بلاخره په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا لوی څارنوال جنیت رینو د ایرلي ری د استیناف طلبۍ په ارتباط د څلورم ځل دپاره تحقیقات پیل کړل، خو د هغه د معما په اړه يي هیڅ ډول سند پیدا نکړ.

XS
SM
MD
LG