د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ځینې افغان یوټیوبران «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور نیولي


له کابل څخه راپورونه وايي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې یو افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او د هغه ځینې همکاران «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور نیولي او توقیف کړي دي.

اجمل حقیقي چې مخکې په افغانستان کې د لباسونو موډلېنګ کاوه، په یوټیوب کې په خپل نوم یو تفریحي چاینل لره چې په بېلابېلو ټولنیزو او تفریحي مسائیلو یې خپرونې کولې.

د طالبانو د استخباراتو ادارې ویاند خلیل همراز ته منسوب په ټویټر حساب کې د دغو کسانو دنیولو خبر او ویدیو خپره شوې ده. د ټویټر په دغه حساب کې لیکل شوي دي چې د «اسلامي نظام په حاکمیت کې به هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي‌ چې د قران ایاتونو، نبوي احادیثو او اسلامي ‌مقدساتو ته سپکاوي» وکړي.

په ویدیو کې په خپله اجمل حقیقي ښکاري چې د بندیانو لباس یې په تن دی، وېښته یې ګډوډ او لاسونه یې ولچک دي. له هغه سره د هغه درې نور همکاران هم لیدل کېږي چې ولاړ دي.

اجمل حقیقي په خپلو خبرو کې «اعتراف» کوي چې د هغوی په یوې ویدیو کې د «قران د آیت توهین» شوی دی او هغه چمتو دی چې « په دې اړه د محکمې هر حکم» ومني.

داسې ښکاري ښاغلی حقیقی د کاغذ له مخې متن لولي او وايي چې د «خپل یوټیوب چاینل له لارې یې فحشا او موډلینګ ته کار کاوه او جمهوري نظام زموږ حمایت» کاوه. هغه د دغه کار له کبله بخښنه غواړي. د جمهوري نظام د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نسکور شو او له هماغه راهېسې طالبان په افغانستان کې حاکم کې دي.

ځینو کسانو چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي حقیقي دا خپره شوې ویدیو لیدلې ده وايي چې له ورایه ښکاري چې طالبانو له ښاغلي حقیقي څخه په زوره اعتراف اخیستی او هغه یې مجبور کړی دی چې داسې څرګندونې وکړې.

د ښاغلي حقیقي یو همکار چې په ټولنیزو رسنیو کې په «غلام سخي» پېژندل کېږي، هم د ښاغلي حقیقي‌ تر څنګ ولاړ لیدل کېږي، خو د بندیانو جامې یې په تن نه دي.

اجمل حقیقي وايي چې د دغه همکار« عصبي سیستم یې سم کار نه کاوه او ستونزه » لري.

د دوی تر نیول کېدو مخکې په یوې ویدیو کې غلام سخي د قران ځینې ایاتونه په داسې بڼې او نامکمل ډول وايي چې ښايي ځينې یې «توهین او سپکاوی» وګڼي.

اجمل حقیقي او غلام سخي دوې ورځې مخکې په خپل یوټیوب او فیسبوک کې هم په دې اړه یوه ویدیو خپره کړې وه او «طالبانو، عالمانو، مجاهدینو» او له نورو خلکو څخه یې بخښنه غوښتې وه.

له دوی سره ځینو نجونو هم کار کاوه، خو معلومه نه ده چې ایا هغوی هم نیول شوي دي که نه؟

طالبانو نه دي ویلي چې نیول شوي کسان به تر کله پورې د دوی په بند کې وي او ممکنه سزا به یې څه وي.

په افغانستان کې دطالبانو له راتګ وروسته په یوټیوب کې یو شمېر فعالو افغانانو یا خپلې کارونه بند کړل او یا له هېواد څخه ووتل. همدغه راز لسګونه رسنۍ بندې شوي او سلګونه خبریالان بېکار او یا له وطن څخه ووتل.

XS
SM
MD
LG