د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د رسنیو خاموشولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي


د بخښنې نړیوال سازمان د افغان یوټیوبر اجمل حقیقي نیول کېدو ته په اشارې ویلي چې د طالبانو دغه اقدام د بیان ازادۍ د ځپلو لپاره دی.

د مۍ میاشت پر ۲۸مه د ښاغلي حقیقي له یوتیوب چینل څخه یوه ویډیو خپره شوه چې په هغه کې د غلام سخي په نوم د هغه یو همکار چې ادعا کیږي مخکې په نشه يي موادو روږد و او اوس هم له رواني ناروغۍ څخه کړیږي په ښکاره د قران کریم آیت د سندرې په ډول وايي او هم ورسره ګډا کوي.

تر هغه دوې ورځې وروسته اجمل حقیقي او غلام سخي په یوې ویډیو کې ښکاره شول او د خپلو همکارانو د چلند په اړه یې د بخښنې غوښتلو ترڅنګ یې دغه عمل د هغوی تیروتنه وبلله او ویې ویل چې «دغه لویه تیروتنه به بیا تکرار نشي.»

د طالبانو د استخباراتو اداره وايي افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او د هغه ځینې همکاران یې «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور نیولي. ښاغلی حقیقي د لباسونو موډلېنګ کاوه چې دا مهال په یوټیوب کې په خپل نوم چاینل هم لري چې په بېلابېلو ټولنیزو او تفریحي مسایلو خپرونې کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا د برخې کارکوونکې فرشتې عباسي د سې شنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرکولې ۲۴) وویل: "دغه کسان اوس هم بندیان دي.پر هغوی هیڅ تور نه دی ثابت شوی هیڅ وکیل او د کورنۍ غړیو یې هغوی نه دي لیدلي.دغه نیونې د بیان ازادۍ د ځپلو په برخه کې د طالبانو لخوا تازه نیونې دي."

آغلې عباسي همدارنګه ویلي چې طالبانو له بېلابېلو ډلو څخه د ملاتړ په تور د (صدای افتاب» راډیو مدیر میرزا حسین د مۍ پر ۲۴مه په هرات او د مۍ پر لسمه یې د خان محمد سیال په نوم یو تلویزیوني خبریال په ارزګان ولایت کې له کوم وضاحت پرته نیولی دی. چې د جون تر نیمايي پورې هیڅ یو هم نه دي ازاد شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه څېړونکې په کندهار ولایت کې د یو خبریال له قوله چې په اپرېل میاشت کې د موسقۍ خپرولو په تور د څلورو ورځو لپاره بندي شوی و، ویلي چې هغه له بهرنیانو سره په همکارئ تورن شوی دی او طالبانو ورباندې په زور اعتراف کړی دی.

آغلې عباسي زیاته کړې ده: "طالبانو په افغانستان کې د رسنیو د خاموشه کولو لپاره له بېلابېلو لارو استفاده کوي،د محدودیت لرونکو لار ښوونو څخه نیولې د رسنیو له کار کوونکو سره د ملاقات لپاره د اطلاعاتي کسانو په استولو سره."

هغې ویلي چې د طالبانو لخوا د رسنیو کار کوونکي د مشکوکو جنایتونو په اړه په زور سره اعتراف ته اړیستل نورو ته دا پیغام رسوي چې د طالبانو قوانینو ته غاړه کیږدي.

طالبانو تر دامهاله د بخښنې نړیوال سازمان د څېړونکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي تیره ورځ له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې خبریالان د هغوی د رسنیز فعالیت له آمله نه نیول کیږي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) هم د طالبانو لخوا د خبریالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له هغوی څخه یې غوښتي و چې نیول شوي خبریالان بیرته خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG