د لاس رسي وړ اتصالات

فصلونه مو چې د ګل شي نباتي مرضونه پرې ولګیږي - کروندګر


فصلونه مو چې د ګل شي نباتي مرضونه پرې ولګیږي - کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په لغمان کې یو شمېر کروندګر وايي، همدا چې فصلونه یې ګل ته ورسیږي نو نباتي مرضونه پرې ولګیږي او ددې کار عمده لامل دی چې ددغه ډول مرضونو لپاره درمل نه لري. دوی وايي، تخمونه بې کیفیته او د نباتي امراضو په مقابل کې بازاري درمل يې د فصلونو لپاره ښه پایله نه ورکوي.

د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ یو کروندګر شاه اغا له امریکاغږ سره خبرو کې ویلي، چې په زیاته اندازه ځمکه يې الوګان، رومیان، بادرنګ او نور سبزي کرلي دي.

شاه اغا وايي، فصلونه يې هر وخت د نباتي امراضو له امله ښه حاصلات نه ورکوي، ځکه درمل له بازاره اخلي او هغه بې کیفیته وي.

هغه وايي:”زمونږ دا فصلونه چې ګل او غورو کې شي، مرض پرې راځي چې یو ورته ټاکی وايي، بل سپین غوندې مرض کوي او بوټی وچېږي. بازار څخه درمل اخلو پیسې پرې ورکو، خو ډېره په کمه فیصدۍ باندې اغېز کوي“.

دا کروندګر وايي، ډېر کله د فصلونو د نباتي امراضو له پاره مشخصه درمل په بازار کې نه پېدا کېږي او که پېدا هم شي کیفیت يې ډېر ټیټ او نرخ يې لوړ وي.

دی غوښتنه کوي، چې حکومت او د کرنې په برخه کې نورې اړوندې ادارې باید له دوی سره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز د با کیفیته درملو په برخه کې مرستې وکړي.

نوموړی زیاتوي، که چېرې حکومت په یادو برخو کې له کروندګرو سره مرستې وکړي نو بزګران به ښه حاصلات ترلاسه او بازار ته وړاندې کړي.

لغمان کې اوس مهال د تازه سبزیو موسم دی او ګڼ فصلونه حاصل ته رسېدلي دي، خو په ټوله کې د کروندګرو د حاصلاتو لپاره په کور دننه د ښه بازار نه شتون هغه څه دي چې کروندګر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG