د لاس رسي وړ اتصالات

که سړې خونې جوړې نه شي‌ حاصلات به مو په ارزانه بیه خرڅ شي – کروندګر


که سړې خونې جوړې نه شي‌ حاصلات به مو په ارزانه بیه خرڅ شي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

په کندز کې یو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال ددوی کښتونه ښه دي‌‌، خو که سړې خونې جوړې نشي، نو حاصلات به یې لکه د پخوا په څېر په ارزانه بیه وپلورل شي.

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن کروندګر جنت ګل چې په څلور جریبه ځمکه کې یې کچالو کرلي دي،‌ وايي چې سږ کال یې کښت ښه برېښي، خو دی وايي که حاصلات په ګرانه بیه خرڅ نه شي، له تاوان سره به مخ شي.

دغه کروندګر وايي د دوی حاصلاتو ته دې سړې خونې جوړې شي او یا دې هم بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.‌

جنت ګل امریکا غږ ته وویل:‌" ما په ۴ جریبه ځمکه کې کچالو کرلي دي. هیله من یم چې حاصلات به یې ښه وي. که چیرې بازار ښه شو، مونږ ته به څه په کې پاتې شي او که چیرته بازار پرې خراب شو او سړې خونې مو و نه لرلې، نو تاوان به وکړو. "

جنت ګل وايي که د کچالو د ساتلو لپاره په هېواد کې سړې خونې جوړې شي د کوکنارو په پرتله به هم ښه ګټه ترې لاسته راوړي، خو وايي که حاصلاتو د ساتلو لپاره معیاري سړې خونې جوړې نه شي، زیات شمېر کروندګر به ددې لپاره چې له تاوان بچ شي، بیا د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.

هغه وویل:‌" که چیرته سړې خونې مونږ ته جوړې شي انشالله له کوکنارو به ډېره ګټه وکړي مونږ ته. او که سړې خونې جوړې نه شي،‌ ټول به خراب شي او یا به یې په ارزانه بیه خرڅ کړو. او کېدای شي دهقانان بېرته کوکنارو ته وګرځي. "

د چهاردرې ولسوالۍ د چنارګل بازار د سیمې یو تن کروندګر ګل رحمن وايي‌ که ددوی حاصلاتو ته سړې خونې جوړې شي او په تدریجي ډول بازار ته عرضه شي، د کچالو بیه به ثابته پاتې شي او بزګران به هم ښه ګټه لاسته راوړي‌.

ګل رحمن امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: " ددې کچالو لپاره چې سړې خونې جوړې شي او په مرور د زمان بازار ته عرضه شي انشاالله دا به په ښه بیه خرڅ شي او که همداسې یو دم بازار ته ټول عرضه شي بیا شاید خپله بیه له لاسه ورکړي. "

له نږدې دوو کالو راپدېخوا په هېواد کې د کوکنارو په کر کېلې بندیز لګېدلی دی؛ خو کروندګر وايي ددوی د بدیلو کښتونو د ساتلو لپاره معیاري سړې خونې نشته. دوی وايي که حاصلات یې په ښه بیه خرڅ نه شي، ډېری کروندګر به بیاځلې د کوکنارو کر ته مخه کړي.‌

XS
SM
MD
LG