د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې کروندګر د بې کیفیته تخمونو له وارداتو سر ټکوي


په افغانستان کې کروندګر د بې کیفیته تخمونو له وارداتو سر ټکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې له نورو هېوادونو داسې تخمونه افغانستان ته راوړل کیږي، چې اکثره کروندګر یې نه یوازې له کیفیت څخه بې خبره وي، بلکې حاصل یې هم هغسې نه وي، څنګه چې دوی ورڅخه تمه لري.

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې داد محمد په خپله یو نیم جریب ځمکه کې د بزغلیو، رومیانو، بانجانو، مرچو او نورو فصلونو لپاره بېلابېل تخمونه کرلي دي.

نوموړی وايي، تخمونه له بازاره اخلي چې تر ډېره بې کیفیته وي او کله چې بزغلي په کروندګرو وپلوري، نو هغوی هم د بزغلیو د بد کیفیت څخه شکایت کوي.

نوموړي امریکاغږ ته وویل، له ایران او نورو ځایونو څخه کوم تخمونه چې افغانستان ته راوړل کیږي،‌ کروندګر یې په کوالیټۍ نه وي پوه.

دی وايي، پنځه ځله يې تخم د بزغلي له لپاره په ځمکه کې اچولی خو بیا هم يې چندانې د پام وړ بزغلی نه دی کړی.

هغه وویل، که د کرنې ریاست او نورې مرستندویه ادارې په دغه برخه کې ورسره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو مرسته وکړي، نو بزغلي به يې ښه او کروندګر به هم ترې خوشحاله وي.

XS
SM
MD
LG