د لاس رسي وړ اتصالات

په شنو خونو کې د بادرنګو کرکېله له کوکنارو ډېره ګټوره ده – کروندګر


په شنو خونو کې د بادرنګو کرکېله له کوکنارو ډېره ګټوره ده – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

په کندز کې ځینو کروندګرو چې په شنو خونو کې د بادرنګو کرکېله کړې ده وايي،‌ په شنو خونو کې د بادرنګو کرل د کوکنارو په پرتله څو چنده ډېره ګټه کوي‌. دغه کروندګر وايي، که په شنو خونو کې یې کښت نباتي‌ مرض ونه وهي، له شنې خونې تر نهه میاشتو پورې حاصل اخیستلی شي.

د چهاردرې ولسوالۍ یو تن کروندګر نقیب الله چې له کلونو راپدېخوا په شنو خونو کې د بادرنګو کر کېله کوي،‌ وايي چې که څه هم له دې لارې له نورو کښتونو زیاته ګټه لاسته راوړي، خو په وینا یې ځیني کلونه یې کښت نباتي‌ مرض وهي او خرابوي یې. دی وايي، په افغانستان کې د ځینو نباتي‌ مرضونو درمل نه پیدا کېږي او دی یې له هند څخه په ګرانه بیه اخلي.

نقیب الله وايي په شنې خونې کې بادرنګ د کب په میاشت کې کري‌ او په خبره یې په ۳۵ یا ۴۰ ورځو کې حاصل ته رسېږي. دی وايي په یوې شنې خونې تر ۲۰۰ زره افغانیو پورې مصارف کوي.‌ په خبره یې، ‌ که مرض یې ونه وهي، خپل مصارف پوره کوي، ځکه هره یوه ورځ وروسته لو یوې شنې خونې شاوخوا ۶۰۰ کیلو بادرنګ راټولوي.

د نقیب الله په وینا، په شنو خونو کې د بادرنګو کرل، له کوکنارو څخه یو په شل چنده زیاته ګټه کوي،‌ ځکه په دغه توګه بادرنګ تر نهو میاشتو پورې حاصل ورکوي.

XS
SM
MD
LG