د لاس رسي وړ اتصالات

 د افغانستان په ختیځ زون کې د نارینه او ښځینه رضاکارانو شمېر زیات شوی - مسؤولین


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي چې د افغانستان په ختیځ زون کې د رضاکارانو شمېر زیات شوی او اوس کولای شي په سمه توګه ټولو سیمو ته رسیدګی وکړي.

دوی وایي په ختیځ زون کې چې پخوا د ګوزڼ کومې پېښې ثبت شوي تر ډېره هغه ماشومان دي چې په تېرو دوه کلونو کې له پاکستان راستانه شوي دي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد مبارزه د پخوا څو برابره چټکه شوې ده او ټولې ادارې د کمپاین پر وخت د رضا کارانو سره همکاري کوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس، مولوي امين الله شريف وايي، د نورو وختونو په پرتله دا ځل د پوليو په کمپاين کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

د هغه په وينا، په دې کمپاين کې د پوليو ضد واکسين تر څنګ ماشومانو ته د ويټامين اې ګولۍ هم ورکړل شوې، چې ورسره به یې د هغوى د بدن معافيت پياوړى شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "د دې کمپاین ښه والی دا وه چې دوی ماشومانو ته یو ډول ګولۍ هم ورکړې چې ورسره به د ماشوم بدن تقویت ومومي. بله ښه خبره دا وه چې موږ د ټولو ادارو سره ناسته درلوده او موږ هیڅ ولسوالۍ کې داسې قضیه نه لرو چې هغوی د واکسین کولو څخه ډډه وکړي."

ښاغلی شریف وايي، په دغه څلور ورځني کمپاین کې یې د نارینه او ښځینه رضاکارانو شمېر په بې ساري ډول زیات کړی، څو وکولای شي ټولو سیمو ته په ښه توګه رسیدنه وکړي او هېڅ ماشوم له واکسینه بې برخې پاتې نه شي.

هغه وایي د ښځينه رضا کارانو په شتون سره به هغه کورنۍ هم له واکسین کولو نه پاتې کېږي چې نارینه یې کورونو کې نه وي او ښځينه واکسیناتورانې کولی شي په ډاډه زړه کورونو ته ولاړې شي او ماشومان یې واکسین کړي.

ښاغلي شریف زیاته کړه: "بل دا چې د واکسین ځینې کارکوونکي هم په دې کمپاین کې اضافه شول، د بیلګې په توګه، په هغه ځایونو کې چې ښځینه کارکونکو ته لاسرسی ممکن نه و، یونیسف موافقه وکړه چې په نوي جوړښت کې اضافي ښځینه کارکونکي شامل کړي. او هغه ځایونو ته چې نارینه هلته نه شي تللی د هغه ځایونو لپاره مو ښځینه انتخاب کړل چې کورونو ته ننوځي او هڅه وکړی چې یو ماشومانو هم د واکسین څخه پاتې نه شي."

د نوموړي په وينا، په تېرو دوو کلونو کې په ختيځ زون کې د پوليو مثبتې پېښې تر ډېره په هغو ماشومانو ثبت شوي، چې له پاکستانه راستانه شوي او په ختيځ کې دغه ډول ويروس نه و.

هغه وايي، په تورخم کې يې د نويو راستنو شويو کډوالو لپاره د واکسيناسيون منظم سيستم جوړ کړى او هېڅ ماشوم له واکسين پرته افغانستان ته نه داخلیږي.

ښاغلي امین الله وویل: "د تیرو پولیو پېښو کې چې په کونړ او نورستان کې رامنځته شوي، ځينې هغه کډوال ماشومان دي چې له پاکستان څخه نوي هېواد ته راستانه شوي. هلته تورخم کې بیا مونږ د دوی لپاره ټیمونه مقرر کړي دي او کله چې کډوال را اوړي، په منظم دول ورته واکسین کیږي. هیڅ یو ماشوم هلته له واکسینه نه بې برخې کیږي."

د چارواكو په وينا، په ختيځ كې به په دې كمپاين كې نږدې یو میلیون او درې سوه زره له پنځو كلونو څخه كم عمره ماشومان واكسين شي.

دغه چارواکي وايي، پولیو یوه جدي ناروغي ده او د مخنیوي یوازینۍ لار یې د پولیو دوه څاڅکي واکسین دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG