د لاس رسي وړ اتصالات

شاعران او لیکوالان باید د 'نجونو د تعلیم، بشري حقونو او امنیت لپاره غږ پورته' کړي


په خیبر پښتونخوا کې مېشت د افغانستان ځينې لیکوالان او شاعران وايي، که دوی ټول یوځای په خپل هېواد کې د امنیت، د نجونو د زده کړو، د ښځو د حقونو او نورو فرهنګي ازادیو لپاره غږ پورته کړي، د امنیت او بشري حقونو په برخه کې لوی بدلون راتلای شي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، نړیواله ټولنه د بشري حقونو د وضعیت په اړه انېښنه ښيي. نجونې زده کړو او ښځې کارونو ته نه پرېښودل کېږي.

په پېښور کې مېشت افغان شاعر او لیکوال بصیر ستوري امریکا غږ ته وویل، ادبپالان د ټولنې په اصلاح کولو کې ډېر ستر رول لري، هغوی د امنیت په راوستلو کې هم لوی کردار لري.

د نوموړي په وینا که د افغانستان لیکوالان او شاعران د امن او بشري ازادۍ لپاره خپل قلم پورته کړي، نو غږ یې زغرده او چټک تر واکدارانو رسېږي. هغه وايي دا کار بدلون راوستلای شي: «که تاسو د تاریخ پاڼو ته ولاړ شئ، نو تل شاعرانو د امنیت او بشر دوستۍ لپاره خپل قلم پورته کړی دی، چا شعرونه لیکلي دي او دا رنګه چا په نظم کې کار کړی دی او چا په نثر کې کار کړی او یا يې په نورو اصنافو کې د امینیت لپاره کار کړی دی، نو هغه لکه د لمر په رنګ روښانه دي.»

په اسلام اباد کې مېشت افغان شاعر لال باچا ازمون هم له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د شعر او شاعر کار هم دا دی چې د خپل جمالیاتي حس او هنر له لارې یو قام ته شعور ورکړي.

نوموړی زیاتوي چې د شاعر خبرې د جمالیاتو خبرې دي، د هغه خبرې د قام د بیدارۍ، د قام د رغېدو او جوړېدو خبرې دي.

ازمون وايي:«شاعر خو څه ټوپک نه لري او نه بل کوم شی لري چې جګ شي او د استبدادي او یا هغه نظامي خلکو سره چې هغوی د بیان ازادۍ ته قایله نه دي او شاعر بیا له دوی سره جګړه وکړي نو دا خو د شاعر کار نه دی د شاعر کار هم دا دی چې تور ته تور او سپین ته سپین ووايي.»

نوموړی زیاتوي د ټولو هنرونو کار هم دا دی چې یوه ښایسته او له امنیت ډکه ټولنه ولري، هېڅکله هم شاعر د جګړې او تشدد لاروی نه دی، ځکه شاعر عاطفي شی دی او عاطفه په یوه ټولنه کې د خواخوږۍ او زړه خوږۍ هغه حسونه راپاروي.

ازمون وايي: «نن چې تاسو ګورئ، په دې افغاني ټولنه څه روان دي نو شاعر دا توان نه لري چې سنګر کې کېني او توپک راواخلي نو زه فکر کوم چې شاعر د افغانستان د سوکالۍ او امنیت لپاره ډېر لوی او غوره کردار لوبولی شي. »

هغه وايي، که نن د افغانستان شاعر په اسلام اباد، پېښور او یا بل کوم هیواد کې دی نو هغه د خپل هېواد او ولس کړاوونه او هغه سختې شپې او ورځې لیدلي دي او که هغه خپل قلم د خپل هیواد لپاره راپورته کړي ، نو د هغوی په قلم کې توان شته چې افغانستان یو وارې بیا د امن کور شي او په دې کې د یو شاعر ونډه ډېره مهمه ده باید چې لیکوالان شاعران د خپل لیک له لارې دې کردار ته ملا وتړي او د دوی قلم ډېر زورور دي.

یاده دې وي چې په ۲۰۲۱ز کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه طالبانو افغانستان په زوره ونیاو، او له هغه ورځې یې راهیسې پر فرهنګي او هنري غونډو بندیزونه لګولي دي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز دی، ښځې یوازې بازار ته نه شي تلای او په موټر کې بې له محرمه سفر نه شي کولای، دا رنګ د افغانستان ولس تر بېلا بېلو بندیزونه لاندې ژوند تېروي. نړیوالې ټولنې او هېوادونه د طالب رژیم دا ګامونه د بشري حقونو پر ضد بللي او د دوی پر حکومت یې بیا بیا غږ کړی چې بندیزونه دې ژر تر ژره ختم کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG