د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان ولایت د یو شمېر کروندګرو د سړو خونو د نشتوالي څخه سر ټکوي


د لغمان ولایت د یو شمېر کروندګرو د سړو خونو د نشتوالي څخه سر ټکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

په لغمان کې یو شمېر کروندګر وايي، دا چې سړې خونې نشته نو هر کال يې د فصلونو حاصلات خراب او یا ډېر کله خپل کړي لګښتونه هم نه ورته پوره کوي.

میرحمزه د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ د عزیزخان کڅ په سیمه کې په شاو خوا اته بیسوې ځمکې پیاز کرلي دي، چې ځمکه يې هم د نیمې په دهقانۍ نیولې ده. هغه وايي، سږ کال يې پیاز بارانونو خراب کړي او تېر کال يې ښه حاصلات ترې اخیستې و، خو په خبره يې چې د
مارکیټ خرابوالي له امله يې په لومړیو کې ونه پلورل. دا چې د ساتنې ځای يې نه و نو ټول خراب شول.

میرحمزا وايي: ”مونږ ته باید مارکیټونه برابر شي، ګدامونه راته جوړ شي، چې اوس زه پیاز په شل افغانۍ خرڅوم او بیا يې په ۱۰۰ افغانۍ اخلم خو دا ښه ده چې همدلته يې د ساتنې لپاره زمینه برابره شي، ګټه مو بل هېواد خوري او بېرته يې په ۱۰۰ راباندې خرڅوي. “

لغمان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په زیاته اندازه کرهڼیزې ځمکې لري او ډېر شمېر خلک يې په کرهنې بوخت دي، چې هر کال يې د سبزیو لویه برخه کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG