د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې بزګران د کیمیاوې سرو له لوړ قیمت څخه شکایت لري


په کندهار کې بزګران د کیمیاوې سرو له لوړ قیمت څخه شکایت لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

په کندهار ولایت کې یو شمېر بزګران د کیمیاوې سرو له لوړ قیمت څخه سرټکوي او وایي چې د کیمیاوې سرو یوه ګونۍ په زرګونو افغانیو ده. لدې امله، د دوی کرنیز فصلونه حتی خپل لګښت نشي پوره کولی.

حاجي غلام محمد چې په خپلو کرنیزو ځمکو کې یې ګندنه کرلې ده، وایي ګندنه په ټول افغانستان کې مینه وال لري، خو په تېره په کندهار کې زیاتره کورنۍ ترې په عنعنوي خوراکونو کې په بیلا بیلو ډولونو ګټه اخلي.

د غلام محمد په وینا که څه هم د کندهارۍ ګندنې استفاده د کندهار څخه علاوه په اکثرو نور ولایتونو کې هم کېږي، خو دوی ته سمې پیسې نه جوړوې.

هغه وویل:" موږ پدې څلور پټیه کښت یوازي شپږ سوه افغانۍ جوړي کړي، سره له دې چې د کندهار تر څنګ د غزني، کابل او ځينو نورو ولایتونو مارکېټونو ته هم وړل کیږي خو بیا هم په ټيټه بیه پلورل کیږي. کیمیاوي سره چې د کښت لپاره ډيره اړینه ده یوه بوجی یې په ۱۳ زره پلورل کیږي چې دا زموږ له توان څخه وتلې ده."

کندهار د ژمي او پسرلي په موسم کې د تازه سبزیو د کرکېلې مرکزي سیمه پيژندل کیږي. د کندهار ګندنه ښه شهرت هم لري، چې هم تازه خوړل کیږي او هم ترې د دودیزو خوړو په پخلي کې زیاتره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG