د لاس رسي وړ اتصالات

د بریښنايي تذکرو ویش پیل شو، خو عبدالله یې مخالف دی


د افغانستان ولسمشر د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ د نظام ‌جوړونې په لور یو اساسي ګام وباله.
د افغانستان ولسمشر د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ د نظام ‌جوړونې په لور یو اساسي ګام وباله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې په اخیستلو سره، د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ نن رسماً پیل کړه، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغه بهیر مخالفت کړی او هغه یې نامشروع بللی دی.

افغان ولسمشر شاوخوا یو کال مخکې د بریښنايي تذکرو د ویش فرمان صادر کړی وو، خو دغه لړۍ د پنجشنبې په ورځ (مې ۳) په ارګ کې ښاغلي غني ته د لومړنۍ تذکرې په ورکولو سره پیل شوه.

د بریښنايي تذکرو د پیل په مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، لوی څارنوال فرید حمیدي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د اجرائیه ریاست مرستیال محمد خان، د کابینې او د ملي شورا ځینو غړو او یو شمیر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی وو او تذکرې یې واخیستې.

خو په دغو مراسمو کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او دویم مرستیال یې محمد محمق ګډون نه درلود.

د افغانستان ولسمشر د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ د نظام‌جوړونې په لور یو اساسي ګام وباله او وې ویل، افغانان د اقتصادي او پرمختیايي خدمتونو له اړخه نن د الکترونیکي تذکرو په ویشلو سره ۲۱مې پیړۍ ته ننوتل.

ښاغلي غني وویل "درېیمه برخه چې له ټولو مهمه ده او دلیل د دې شو چې نن دا کار وکړ دا وو، چې ترهګر له تقلبي تذکرو څخه استفاده کوي او دا زموږ ټولو وګړو امنیت په خطر کې اچوي او د ځان او مال ساتل، د ټولو افغانانو او دولت بنیادي وظیفه ده".

د افغانستان ولسمشر د وګړو د هویت تثبیت یو مهم اقدام وباله او وې ویل "لکه څنګه چې مسعود شهید ویلي وو، په افغانیت او اسلامیت ویاړ کوي، دا د ټولو افغانانو مشترکه دنده ده چې دا ویاړ تثبیت شي".

ولسمشر غني زیاته کړه، چې ټولو ولایتونو ته د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ تر غځیدلو پورې به د کاغذي تذکرو د ویش بهیر به هم دوام ومومي او د باور وړ به وي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبت اداره دې په شفافه توګه او امانتوالۍ سره د بریښنايي او کاغذي تذکرو د ویشلو چارې ترسره کړي.

د عبدالله مخالفت

د بریښنايي تذکرو د ویش له پیل څخه څو ساعته وروسته د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یوه خبري غونډه کې دغه بهیر نامشروع وباله او وې ویل، چې لا هم د الکترونیکي تذکرو د ویش پر سر د حکومت د مشرانو تر منځ د نظر اختلافات شته دي.

د ښاغلي عبدالله پر وینا، په اوسنیو شرایطو کې افغانان یووالي ته جدي اړتیا لري، خو له سلامشورو پرته د بریښنايي تذکرو د ویش پیل به د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلافاتو لامل شي "د یووالي د پیغام پر ځای موږ خدای مه کړه ولې د افغانستان د خلکو د تفرقې لامل شو، په همدې سبب زه ددغه هیواد د اوسیدونکي په توګه او د اجرائیه رئیس په توګه ما و نه غوښتل چې په دې پروشه کې شامل شم، ځکه چې زه یې عواقبو باندې پوهیږم".

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې د بریښنايي تذکرو ویشلو ته په ملي کچه اړتیا لیدل کیږي، خو په اوسنیو شرایطو کې افغان حکومت باید امنیت، ټاکنو او فقر سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

که څه هم اجرائیه رئیس په بریښنايي تذکرو کې د اختلافي ټکو په اړه وضاحت ورنکړ خو وې ویل، د افغانستان د نظام نوم "د افغانستان اسلامي جمهوریت" دی، چې دا پخپله د اسلامیت او افغانیت معنی ورکوي.

د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې، په دغو تذکرو کې د دین، ملیت او قوم د نومونو د ذکر کولو او نه ذکر کولو پر سر د لانجو له امله شاوخوا درې کاله وځنډیډې.

خو د نفوسو د احوال د ثبت د قانون په شپږمې مادې کې له تعدیل او د ولسمشر غني له توشیح وروسته، د دغو تذکرو د ویشلو بهیر په وړاندې ټول پراته خنډونه له مخې پورته شول.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون شپږمه ماده چې په بریښنايي تذکرو کې د افرادو د مشخصاتو د ثبتولو په اړه ده، له تعدیل وروسته یې په الکترونیکي تذکرو کې د دین، ملیت او قوم د نومونو ذکر کولو ته لاره هواره شوه.

XS
SM
MD
LG