د طالبانو مشر ته نږدې سرچینو ویلي، چې ملا هبت الله اخندزاده په یو ناڅاپي سفر کابل ته تللی او له واليانو سره یې لیدلي دي.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، اخندزاده چې د چهارشنبې په ورځ یې کابل ته سفر کړی و، د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (ثور ۲۷) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له واليانو سره کتلي دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته دا دویم ځل دی چې هبت الله اخندزاده کابل ته سفر کوي.
د طالبانو مشر په کندهار کې مېشت دی او تر اوسه په عام محضر کې نه دی څرګند شوی.
طالبانو څو څو ځله په کندهار کې په عامه ځایونو کې د اخندزاده د راڅرګندیدو خبر ورکړی و، چې وروستی ځل یې د روان کال د غبرګولي په ۲۲ مه د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې و، که څه هم چې هلته هیڅوک نه و توانیدلی چې اخندزاده له نژدې وګوري.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو مشر په کومو مواردو کې د دغې ډلې له واليانو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو مشر په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې هغه ته په منسوب یو وروستي غږیز پیغام کې اخندزاده د طالبانو مشران او قوماندانان یووالی او اتفاق ته رابللي و.
په تېرو ۳۱ میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن دي، یو شمېر طالب مشرانو د دغې ډلې پر تګلارو په تېره بیا د ښځو او نجونو د کار او زده کړې په اړه ددې ډلې پر سختو مقرراتو نیوکې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه