د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او ځینو نورو هېوادونو د کابل وروستی برید غندلی


د امرالله صالح پر دفتر برید په نړیواله کچه غندل شوی دی
د امرالله صالح پر دفتر برید په نړیواله کچه غندل شوی دی

د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو کې د کاندید محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر سیاسي دفتر برید په ملي او نړیواله کچه غندل شوی، یو شمیر وايي دا حمله د افغانستان د ټاکنو پر بهیر برید و.

پرون یکشنبه (جولای ۲۸) د زرغون بهیر پر دفتر چې مشري یې امرالله صالح کوي، په برید کې لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي.

دغه برید په ملي او نړیواله کچه خلکو غندلی او د پیښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټویټر لیکلي، "د امرالله صالح پر سیاسي دفتر برید په واضح توګه ترهګریز عمل دی، موږ یې غندو او طراحان یې باید محاکمه شي".

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم دغه برید غندلی، د پیښې له قربانیانو او کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د افغان ځواکونو کار یې ستایلی دی.

په افغانستان کې د بریټانیا سفارت هم د امرالله صالح پر دفتر برید غندلی او ویلي دي چې، "دا د ټاکنو پر بهیر او د خلکو پر حق برید دی چې د خپلې راتلونکې لپاره پرې خبرې کوي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما دا برید غندلی او وايي چې کاندیدان ملکیان دي، د افغانستان د جمهوري ریاست په کمپاینونو کې تاوتریخوالی ځای نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د امرالله صالح پر دفتر برید غندلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر ټویټر لیکلي "پاکستان د افغانستان له دیموکراتیک بهیر څخه ملاتړ کوي، او د افغانانو په مشرۍ او صلاحیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي".

بلخوا هند هم د کابل برید په کلکو ټکو غندلی دی.

په کابل کې وروستي برید ته نړیوال غبرګونونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د امرالله صالح پر دفتر د برید په غبرګون کې جرمني وايي چې د زرغون بهیر پر دفتر برید کې په قصدي توګه ملکیان په نښه شوي، او له ټولو ښکیلو خواو یې غوښتي چې په دوحه کې په بین الافغاني غونډه کې چې کومه پریکړه شوې وه چې ملکیان به نه په نښه کیږي، هغې پریکړې ته درناوی وکړئ.

تر برید یوه ورځ وروسته، لا هم کومې ډلې یا کس مسولیت په غاړه اخیستی نه دی.

XS
SM
MD
LG