د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې د یوې پښتنې ماشومې د قتل ضد احتجاجونه شوي


اسلام اباد کې یوه لس کلنه ماشومه فرښته مومند د جنسي تیرې نه وروسته قتل شویده او د هغې د بدن غړي پرې کړل شویدي

د فرښته مومند پلار پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې لور یې په ١٥ می د کوره لادرکه شوي وه او هغوي یې پولیس ته خبر ورکړ خو پولیسو د هغه د لور د لادرکۍ رپورټ ثبت نه کړ، څو ورځې وروسته د هغې مړې په داسې حالت کې وموندل شو چې په دغه ماشومې جنسي تیرې شوی و او د بدن غړي یې پری کړل شوي و.

د پاکستاني پولیسو د دغه چلند ضد او د عدالت لپاره د فرښتې کورنۍ احتجاج پیل کړ چې هغه وخت ورته د رسنیو پام شو چې کله د پښتون تحفظ تحریک مشرانو په دغه احتجاج کې گډون وکړ.

د بشري حقونو فعالانو د دغه پیښې خلاف په ټولنیزو رسنیو هم خپل احتجاج وښود.

محسن داوړ هم د فرښتې او د هغې د کورنۍ لپاره د عدالت غوښتنې په خاطر په دغه احتجاج کې گډون کړی و.

داوړ امریکاغږ ته وویل: "د فرښتې پلار یو غریب سړی دی، څو ځله پولیسو ته وراغې خو پولیسو به پرې خپل کارونه کول او ورته یې ویل چې لور به دي د چا سره تښتیدلي وي. هغه ورته وویل چې فرښتنه یوه لس کلنه ماشومه ده، هغه به څنگه د چا سره تښتیدلې وي؟"

محسن داوړ وایي چې د فرښتې کورنۍ ته عدالت غواړي.

د پښتون تحفظ مشرانو د فرښتې په جنازې کې گډون وکړ
د پښتون تحفظ مشرانو د فرښتې په جنازې کې گډون وکړ

له بلې خو د پاکستان د ډان ورځپاڼې په یو تازه رپورټ کې لیکي دي چې د فرښتې د قتل په شک یې دوه کسان نیولي دي.

داوړ دا هم وویل چې د هغوي د احتجاجونه نه وروسته د حکومتي گوند څو استاځي د فرښتې د پلار خوا له راغلي دي او ورته یې ډاډ ورکړیدی چې تحقیقات به وشي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG