د لاس رسي وړ اتصالات

په پغمان کې ځانمرګي برید ۴ تنه وژلي او ۳۰ یې ټپیان کړي


د پغمان ولسوالي د کابل په لودیځه خوا کې پرته ده.
د پغمان ولسوالي د کابل په لودیځه خوا کې پرته ده.

د کابل پولیس وايي په دې برید کې د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ۴ ماشومانو او ۷ ښځو په ګډون ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې، په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

جنرال رحیمي وویل چې یو شمیر ټپیان سرسري ټپیان شوي وو چې له درملنې وروسته بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند عبادالله کریمي امریکا غږ ته وویل، یو ځانمرګي برید کوونکي نن له غرمې مخکې یولس نیمې بجې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د پغمان د ولسوالۍ ودانۍ تر څنګ چاودنه ورکړه.

ښاغلي کریمي وویل، په وژل شوو کې د پغمان د ولسوالۍ جنايي مدیر هم شامل دی.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په یو بیان کې د دغې پیښې د ټپیانو شمیر ۳۰ تنه ښودلی دی.

خو په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا ته ویلي چې د پیښې د ټپیانو شمیر زیات دی.

د دې پیښې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG