د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې تېرو دریو میاشتو کې '۴۳۰ تنه په ترهګریزو بریدونو' کې وژل شوي


په پاکستان کې وروستي ډیری بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي.
په پاکستان کې وروستي ډیری بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي.

د یو څیړنیز مرکز په راپور کې دوشنبه اپریل لومړۍ (وري ۱۳) ویل شوي چې د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې په ټول پاکستان کې ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي چې ترهګر هم پکې شامل دي.

په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنې مرکز په راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۸۱ تنه عام خلک او د امنیتي ځواکونو غړي وو.

ډیری دا بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي. په راپور کې راغلي چې ۹۲ په سلو کې دا ډول پیښې په همدې دوو ایالتونو کې شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې یوازې د بلوچستان په ایالت کې په تیرو دریو میاشتو کې ۱۷۸ تنه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شویدي.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم په دې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو د افغانستان طالبان دا تورونه نه مني او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

خو د دې څیړنیز مرکز په راپور کې راغلي چې ترهګرو ډلو یوازې د شل په سلو کې بریدونو د کولو ادعا کړیده.

په عین حال کې د پاکستان د شخړې او امنیتي مطالعاتو غیر دولتي ادارې بیا په خپل راپور کې ویلي چې وسله والو ډلو د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې په مهمو اهدافو بریدونه کړي چې څلور یې ځانمرګي بریدونه وو.

د دې ادارې په راپور کې، د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د پوځ په اډې او د ګوادر په بندر کې د پوځ په مرکز بریدونه، د بلوچستان تربت ولسوالۍ کې د پاکستان بحري ځواکونو په اډې برید او د بشام په سیمه کې د چینایي کارګرو په موټر ځانمرګی برید هغه غټه پیښې دې چې تیره میاشت شویدي.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت تر ټولو ډیر بریدونه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شوي چې ۳۱ تنه پکې وژل شوي او په همدې مودې کې بیا د بلوچستان په ولایت کې ۱۶ بریدونه شوي چې ۲۶ تنه پکې وژل شویدي.

کارپوهان چې د سیمې په هکله معلومات لري وایي د روسیې په پایتخت مسکو کې د موسیقۍ تالار باندې د داعش – خراسان څانګې برید ښیي چې دا ډله د جنوبي او مرکزي آسیا هیوادونو څخه د باندې هم د پیچلو بریدونو توان لري او دا چې په افغانستان کې د طالبانو او سیمې حکومتونه یې په مهارولو کې ناتوانه دي.

د ملګرو ملتونو یو بل راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې خپور شوی و پکې راغلي و چې داعش – خراسان څانګه د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ په شاوخوا کې غړي او کورنۍ لري چې افغانان، د آزربایجان، ایران، روسیې، ترکیې او مرکزي اسیا هیوادونو اتباع پکې شامل دي. په راپور کې ویل شوي چې لږ شمیر غړي یې هغه عربان هم دي چې د سوریې څخه افغانستان ته تللي دي.

مبصر کامران بخاري بیا وایي داعش – خراسان څانګه په سیمې کې د کمزوري حکومتدارۍ او ستراتیژیکې خلا څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

کامران وایي دا چې په افغانستان کې طالبان لا هم کوښښ کوي چې خپل واک ټینګ کړي خو هلته "ستراتیژیکه خلا" شته ده او پاکستان هم په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او امنیت لحاظ د سختو ستونزو سره مخ دی. دی وایي چې ایران هم کورنۍ ستونزې لري او دا ټول ددې سبب کیږي چې داعش – خراسان څانګه پدې هیوادونو کې فعالیت ولري

د دې ټولو سره سره په اسلام آباد کې مبصر او څیړونک ریکارډو والي امریکا غږ ته وویل چې د داعش – خراسان څانګې پر ضد د طالبانو کړنې بریالۍ دي. دا کارپوه زیاتوي چې طالبانو په څو پیښو کې وکړی شو د داعش – خراسان څانګې مشران له منځه یوسي او د هغوي د بریدونو مخه یې نیولې.

خو دا زیاتوي چې ددې ډلې غړي کولی شي د ترکیې، افغانستان او مرکزي آسیا هیوادونو تر منځ تګ راتګ وکړي او دا چې د افغانستان – پاکستان اړیکې خرابې دي، د دې ډلې لپاره لا آسانه ده چې د پولې یوې او بلې خوا تګ راتګ وکړي.

د دې مقالې په لیکلو کې د امریکا غږ ډیوه څانګې له راپور څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG