د لاس رسي وړ اتصالات

 راپور: افغانان د منفي عواطفو تر ټولو لوړه کچه لري


په متحده ایالاتو کې د یو څیړنیز مرکز لخوا د نظر د معلومولو په یوې تازه سروې کې چې نتیجه یې سه شنبه جون ۲۸ (چنګاښ۷) خپره شوې ویل شوي چې افغانان په ۲۰۲۱ کال کې د "منفي عواطفو د تجربو په شاخص" کې د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو په لوړه کچه کې و پداسې حال کې چې مثبتو عواطفو تر ټولو په ټیټه کچه کې و.

د ګلوپ څیړنیز مرکز پدې سروې کې ۷۴ په سلو کې افغانانو چې مرکې ورسره شوي ویلي چې تیر کال یې په ژوند کې تشویش تجربه کړی. په سروې کې معلومه شوې چې د لبنان خلکو هم پدې همدې کچه تیر کال تشویش تجربه کړی.

خو بل پلو بیا د افغانستان په ګاونډ کې د ازبیکستان او قزاقستان هیوادونو کې یوازې ۱۲ په سلو کې خلکو ویلي چې تیر کال یې پخپل ژوند کې تشویش تجربه کړی.

پدې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې خلکو د طالبانو د راتګ څخه وړاندې هم په کړکیچ کې ژوند تیراوه ځکه ډیری افغانانو د خوراکي موادو د پیدا کولو او سرپنا لپاره ګڼ شمیر ستونزې درلودې. پدې راپور کې ویل شوي چې ډیر لږ شمیر افغانانو د خوندیتوب احساس کاوه او ډیرو یې دا حس درلود چې ژوند یې د هر کال په تیریدو سره خرابیده.

د ګلوپ څیړنیز مرکز په راپور کې ویل شوي چې افغانانو د ۲۰۱۷ راپدیخوا یوازې د ۲۰۲۰ کال پرته چې هلته یې د کرونا وبا د خپریدو له کبله ونشو کړی د خلکو نظر معلوم کړي، په پرله پسې توګه په نړۍ کې د مثبتو عواطفو تر ټولو ټیټه کچه درلوده.

خو افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د ګلوپ په سروې کې یوازې د ۳۲ نمرو په اخیستو سره د مثبتو عواطفو تر ټولو په ټیټه کچه کې و او په تیرو ۱۶ کالونو کې چې دې څیړنیز مرکز په نړۍ کې د مثبتو عواطفو په هکله راپور جوړونه پیل کړه، هیڅ یو هیواد په دومره ټیټه کچه کې نه و.

تر افغانستان وړاندې عراق په نړۍ کې په پرله پسې توګه دوه کاله په پرله پسې توګه د منفي عواطفو له کبله په لوړ مقام کې و خو افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د عراق دا ځای ونیوه. افغانستان پدې شاخص کې ۵۹ نمرې اخیستې وې چې تر دې وړاندې یې هیڅ وخت دومره ډیر امتیازونه نه و اخیستي.

XS
SM
MD
LG