د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سینما او تیاتر مشهور ممثل عبدالاحمد خاکسار مړ شو


د افغانستان د سینما، تیاتر او ټلویزیون مشهور ممثل، عبدالاحمد خاکسار
د افغانستان د سینما، تیاتر او ټلویزیون مشهور ممثل، عبدالاحمد خاکسار

د افغانستان د سینما، تیاتر او ټلویزیون مشهور ممثل، عبدالاحمد خاکسار، تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۵ کلونو په عمر د کابل په یو روغتون کې مړ شو.

د خاکسار زوی، عبدالاحد ازادۍ راډيو ته د خپل پلار مړینه تائید کړه او ویې ویل، چې نوموړی نن سهار، اګست ۲۱مه (زمري ۳مه) د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی دی.

د خاکسار زوی زیاته کړه چې پلار یې نږدې یوه اونۍ وړاندې ناڅاپه ناروغ شو او په پښو کې یې درد و، خو هغه پدې اړه معلومات ورنه کړل چې ښاغلي خاکسار څه ډول ناروغي درلوده.

عبدالاحمد خاکسار له کلونو راهیسې د افغانستان په سینما، تیاتر او ټلویزیون کې فعال و او په لسګونو فلمونو او ډرامو کې یې کار کړی دی.

یو شمېر افغان سینماګرانو او فرهنګپالانو د ښاغلي خاکسار مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.

افغان ممثل، کریم اسیر چې د افغانستان د چارلي چاپلین په نوم پیژندل کیږي، د عبدالاحمد خاکسار پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.

د افغانستان یوې بلې وتلې سینماګرې، فرزانه نوابي، چې په دې وروستیو کې له هېواده بهر کډواله شوې، هم د خاکسار پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.

د "میرک" په فلم کې چیري چې خاکسار پکښې مرکزي‌ رول لوبولې و،‌ د نوموړي‌ دغه خبره "جیته پرو ایره سیل کو" د افغانانو په منځ‌کې د هغه شهرت دوه برابره کړ.

ښاغلي خاکسار د پلازمینې کابل په شاه شهید سیمه کې زیږیدلی و،‌ خپلې لومړنۍ زده کړې یې د استاد بیتاب په ښوونځي کې او د لیسې زده کړې یې د کندز په شیرخان لیسې کې کړي و.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG