د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د پکتیا له زرمت ولسوالۍ وتلي ـ ولسوال


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پکتيا د زرمت ولسوال وايي چې تر اوږدې محاصرې او مقاومت وروسته يې دغه ولسوالي پرېښوده او د پکتيکا مرکز ښرنې ته يې پناه يوړه.

د زرمت ولسوال عبدالرحمن سرجنګ نن جمعه جولاۍ دوهمه ( چنګاښ ۱۱) امريکا غږ ته وویل چې امنيتي ځواکونو يې ۴۹ ورځې په محاصره کې د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ خو دا چې اکمالات ور ونه رسېدل، له ولسوالۍ ووتل.

نوموړي زياته کړه له دې کبله چې طالبانو غوښتل، تېره شپه يې ژوندي ونيسي، دا يې ښه وبلله، چې نور له ولسوالۍ ووځي.

هغه وويل: "د ملي امنيت ځواکونه، ملي پوليس، ولسي پاڅونوال او زه ولسوال چې مجموعي شمېر مو شاوخوا ۲۵ تنه وو، ووتلو. څلور ټانکونه، دوه رېنجر موټر او دوه کرولا موټر مو له وسايلو رابار کړل او پکتيکا ته راغلو."

د زرمت ولسوال عبدالرحمن سرجنګ وويل چې د دوی تر وتلو وروسته د ولسوالۍ ودانۍ ته د ملي اردو د کنډک ځواکونه ننوتل، خو زياته يې کړه چې د ده د معلوماتو له مخې وروسته يې طالبانو ته پرې ايښې ده.

د ده په وينا، د ۴۹ ورځو جګړې او کلابندۍ په موده کې ۱۶ ملي پوليس او ولسي پاڅونوال وژل شوي او اتهتنه نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتیا والي محمد حليم فدايي له امريکا غږ سره په خبرو کې ومنله چې د ولسوالۍ له ودانۍ پرسونل وتلي دي، خو دا یې رد یا تائید نکړ چې طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ نیولې ده.

هغه زياته کړه چې اوس هم په ياده ولسوالۍ کې د ملي اردو او او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په ياده ولسوالۍ‌کې د وروستۍ جګړې او د ولسوالۍ له ودانۍ څخه د حکومتي پرسونل د وتلو په اړه څه نه دي ويلي.

د تېرو نږدې دوو لسيزو په اوږدو کې له دغې ولسوالۍ نه د سختو جګړو او مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG