د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د طالبانو له راتګ وروسته د افغان پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی  


افغان پناه غوښتونکي
افغان پناه غوښتونکي

اروپايي ټولنه وايي‌ چې د دغې ټولنې غړو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو او کډوالو شمېر بیا لوړ شوی دی. په دوی کې د اوکراین کډوال، چې شمېر یې ۳.۴ میلیون ته رسېږي، شامل نه دي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د ایجنسۍ مشره نینا ګرېګوري وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو شمېر هم لوړ شوی دی.

نوموړې وویل چې د پناه غوښونکو د شمېر زیاتوالی درې علتونه لري: « د بلاروس د رژیم له لوري له مهاجرینو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل، د طالبانو له لوري په تېر اوړي کې د افغانستان نیول او له شک پرته د اوکراین جګړه».

روسیې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل پیل کړ چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس څه باندې شپږ میلیون خلک کور دننه او بهر کډوال شول. بلاروس بیا په خپل سرحد کې ګڼ مهاجرین ساتلي وو او یو شمېر یې په سختو لارو اروپا ته ځانونه ورسول.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د تخلیې په ماموریت کې څه باندې ۱۰۰زره افغانان له افغانستان څخه واېستل شول او لسګونه زره نور په قاچاقي‌ لارو له افغانستان څخه ووتل. اکثریت پناه غوښتونکي وايي چې په وطن کې د کار زمینه نشته او ژوند یې په خطر کې دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د ایجنسۍ د ۲۰۲۱ په کلني راپور کې راغلي دي چې اروپا ته د پناه غوښتونکو او مهاجرینو په ډله کې تر ټولو ډېر د افغانستان او سوریې اتباع دي چې شمېر یې ۶۴۸۰۰۰ ته رسېږي. دا شمېره تقریبآ د ۲۰۱۸ د شمېرې په اندازه ده.

اروپايي ټولنې اوکرانیانو ته یو ډول ځانګړی او موقتي امتیاز ورکړی او هغوی اروپا ته په ورغلیو او ورتلونکو پناه غوښتونکو کې نه شمېرل کېږي. د دغې موقتي سند په اساس، د اوکراین وګړي په اروپايي هېوادونو کې مېشت کېدلای شي، دندې موندلای شي، ښوونځیو ته تللای شي او د دغه سند موده هم یو کال غځېدلای هم شي.

مېرمن ګرېګوري د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د مهاجرینو سیستم اروپايی ټولنې ته اجازه ورکوي چې د پناه غوښتونکو له حده زیات شمېر مخه ونیسي. نوموړې وویل چې له دې هر څه سره سره د مارچ په میاشت کې د اوکرایني پناه غوښتونکو شمېر زیات و او په اوکراین پسې د سوریې او افغانستان پناه غوښتونکي دي.

په همدې حال کې د روسي پناه غوښتونکو شمېر هم دوه برابره زیات شوی دی چې ۱۴۰۰ ته رسېږي.

په ۲۰۲۱ کې تر ټولو ډېر ۱۹۱۰۰۰ کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې وه او په جرمني پسې فرانسه او هسپانیا وه چې په ترتیب سره په کې ۱۲۱۰۰۰ او ۶۵۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنې عریضې کړې وې.

XS
SM
MD
LG