د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۵ کال نړیوال کپ ته افغان کرکټ لوبډله اعلان شوه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه چې ۱۵ یې د ملي لوبډلې اصلي او څلور احتیاطي لوبغاړي دي.

په نړیوال کپ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره محمد نبي عیسی خیل کپټان او نوروز منګل مرستیال کپټان ټاکل شوي دي.

د نړیوال کپ په سیالیو کې په پنځلسو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسرخان ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، ګلبدین نائب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب علم، جاوید احمدي او عثمان غني برخه لري.

د نړیوال کپ لپاره ددغې لوبډلې په نوملړ کې شفیق الله شفق، شرف الدین اشرف، عزت الله دولتزی او حشمت الله شهیدي د احتیاطي لوبغاړو په توګه ملګري دي.

د کرکټ بورډ د لوبغاړو د ګمارنې ډلې په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې دا لوبډله یې د لوبغاړو د وروستیو لوبو او د هغوی د وړتیاوو په اساس ټاکل شوي دي.

د کرکټ بورډ د لوبغاړو د ګمارنې د کمېټې غړي دولت احمدزي ویلي، د ګمارنې کمېټې د هر لوبغاړي لوبې او تخنیکي اړخونه ارزولي او بیا یې دا لوبډله ترې جوړه کړه.

په نوې لوبډله کې تر ډېره نوي لوبغاړي هم شامل دي، د ملي لوبډلې روزونکي انډري مولز ویلي، د مشرانو لوبغاړو ترڅنګ د نوي لوبغاړو انډول یې په ملي لوبډله کې ساتلی دی.

افغانستان وړم کال د کرکټ نړیوال کپ ته لاره ومونده او د اسوشیټ هیوادونو په منځ کې د اسټرالیا او نیوزلینډ په لوبغالو کې به د لومړي ځل لپاره د کرکټ د پنځوس اوریزو لوبو په نړیوال کپ کې ولوبیږي.

د کرکټ نړیوال کپ د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې پیل کیږي، له لسو ټسټ هیوادونو پرته ایرلینډ، سکاټلینډ او عربي متحده امارات پدغه نړیوال جام کې لوبیږي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له بنګله دېش سره د فبرورۍ په اتلسمه د اسټرالیا په پلازمینه د کانبیرا په لوبغالي کې لري، وړاندې تر دې هم افغانستان د بنلګه دېش لوبډله په ایشا کپ کې ماته کړې وه.

د افغانستان دوهمه لوبه له سریلانکا سره د فبرورۍ په دوه ویشتمه ده، افغانستان وار دمخه په ایشا کپ کې له سریلانکا سره مخ شوی وو، چې ماتې یې خوړلې وه.

د افغانستان درېیمه لوبه له سکاټلینډ، څلورمه د کرکټ د درې ځلو لوبو اتل کوربه اسټرالیا، پنځمه هم له بل کوربه نیوزلینډ او وروستۍ له انګلینډ یا انګلستان سره ده.

پدې ډول به افغانستان په نړیوال کپ کې له پياوړو کرکټ لوبډلو سره ولوبیږي، افغانستان وار دمخه په عربي متحده اماراتو کې له اسټرالیا سره لوبه کړې ده.

د کرکټ د لوبې ماهرین وايي، دا چې د اسټرالیا او نیوزلینډ پیچونه تېز او د تېزو بالرانو ملاتړي دي، نو افغانستان ته پداسې پیچونه تمریناتي لوبې او تمرینونه په کار دي

XS
SM
MD
LG