د لاس رسي وړ اتصالات

دوه افغان قاچاقبر تایلند کې ونیول شول


بازمحمد احمدي "حاجي لاجورد د نشه‌يي توکو یو لوی قاچاق‌کوونکو دی او د پولیسو د تعقیب له امله افغانستان ته راتلی نشو."
بازمحمد احمدي "حاجي لاجورد د نشه‌يي توکو یو لوی قاچاق‌کوونکو دی او د پولیسو د تعقیب له امله افغانستان ته راتلی نشو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تائلند کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د دوو افغانانو نیول تائیدوي او وايي، چې نیول شوي کسان د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نیول شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د حاجي لاجورد او سید علم شاه په نوم دوه افغانان چې په رسمي توګه د نشه‌يي توکو پر قاچاق تورن وو په تائلند کې له نیول کیدو وروسته امریکا ته لیږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان امریکا ته د هیروئینو پر قاچاق تورن دي، چې د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په ۱۳مه نیټه په تائلند کې نیول شوي وو.

د افغانتسان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي امریکا غږ ته وویل نیول شوي کسان له اوږدې مودې راهیسې د هغوی تر تعیقب لاندې وو.

هغه وویل "تر اوسه په رسمي توګه دا خبر زموږ لاس ته رسیلی نه دی په ضمني توګه خبر شوي یو، زه مطمئن یم چې داسې یو اقدام شوی دی او دا ښيي چې د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو اداره له سیمې او نړۍ سره په لوړه کچه د اطلاعاتو په راکړه ورکړه کې همکاري لري، موږ له دغو هیوادونو سره همغږي درلوده او دا ښيي که قاچاق‌کوونکي په هرځای کې ځانته پټنځایونه جوړ کړي د پولیسو له منګلو څخه تښتېدلی نشي، د نړۍ په هر ځای کې چې وي د نړیوالو دوستانو په مرسته او له هغوی سره په همغږۍ یې نیسو."

ښاغلي احمدي وویل، حاجي لاجورد د نشه‌يي توکو یو لوی قاچاق‌کوونکو دی او د پولیسو د تعقیب له امله افغانستان ته راتلی نشو.

د ښاغلي احمدي پر وینا د پولیسو له تعقیب څخه د خلاصون لپاره، د نشه‌يي توکو اکثره قاچاق‌کوونکي هڅه کوي چې له افغانستان څخه بهر ته وتښتي او یا د افغانستان په ناامنو سیمو کې ځانونه خوندي کړي.

که څه هم ښاغلي احمدي د دغو قاچاق‌کوونکو کره شمیره څرګنده نکړه خو و یې ویل " اکثره قاچاق‌کوونکي اوسمهال له افغانستان څخه وتلي دي، یا په پولو کې او یا په ناامنو سیمو کې دي، خو موږ یې تعقیبوو، که په افغانستان کې دننه وي او یا د افغانستان له پولو څخه بهر وي، د سیمې د هیوادونو او د نړیوالو ملګرو سره په ګډه همغږۍ، موږ یې په نیولو اقدام کوو."

په ٢٠١٣ کال کې د ننگرهار په خوگیانیو کې د کوکنارو د یوې کروندې انځور
په ٢٠١٣ کال کې د ننگرهار په خوگیانیو کې د کوکنارو د یوې کروندې انځور

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان له اپینو څخه هر کال نږدې ۷۰ میلیارد امریکايي ډالر ترلاسه کیږي، چې شاوخوا ۵۰۰ میلونه یې د بزګرانو او پاتې برخه یې د افغان دولت د مخالفو وسله والو او نړیوالو قاچاق‌کوونکو جیبونو ته ځي.

دا وزارت وايي، د پخوا په پرتله په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید کچه په بیساري توګه لوړه شوې ده.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د چارواکو پر وینا تیر زیږدیز کال په افغانستان کې پر ۲۲۴ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، چې ورڅخه ۶۴۰۰ ټُنه اپین ترلاسه شوی، چې دا اندازه د تیر کال په پرتله په افغانتسان کې د اپینو د تولید لوړه کچه ښيي.

XS
SM
MD
LG