د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنې وزارت زرګونه جریبه ځمکه زورواکو نیولې


ډیر ښوونځی اوس هم ودانې نلري
ډیر ښوونځی اوس هم ودانې نلري

د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل وايي د نوی حکومت په رامنځ ته کیدو سره ښوونکو ته د ځمکو د ورکولو په اړه ددې وزارت هوډ د پخوا په شان پوخ پاته دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ښوونکو ته د ځمکو د ورکړې حکم کړی و، خو لا هم ددې پروژې پر وړاندې زیاتې ستونزې پرتې دي.

ښاغلی حقمل وايي ولسمشر غني د ښوونکو د ورځې د لمانځلو پر مهال امنیتی ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې په ټولو ولایتونو کې د پوهنې وزارت ځمکه د زورواکو له منګولو راوباسي او دې وزارت ته یې وسپاري چې ښوونکو ته د کورجوړولو په مقصد توزیع شي.

هغه وایي "دا لړۍ پیل شوې او مونږ د پنځو یاشپږو ولایتونو په ولسوالیو کې د معارف ځمکې تر لاسه کړې خو له دی سره سره مونږ د ۶۹۰۰۰ جریبه ځکمو کمی احساسوو چې باید ښوونکو ته يي ورکړو."

دا مهال په ټول هیواد کې د پوهنې وزارت لس زره او ۵۵ جریبه ځمکه زورواکو یا نورو ادارو غصب کړي دي.

ښاغلی حقمل وايي د ځکمو د توزیع په لړ کې يی دوه اونۍ دمخه په ننګرهار کې د ښوونکو ښارګوتۍ افتتاح کړی او له هغه وروسته په ارزګان، لوګر او خوست کې هم دا کار تر سره شوی دی.

حقمل هیله څرګندوي چې د پوهنې وزارت به د ولسمشر غني د حکم پر اساس د شپږو میاشتو په اوږدو کې خپلې ځمکې تر لاسه کړي.

ولسمشر غني د کابل ښار په اماني لیسه کې
ولسمشر غني د کابل ښار په اماني لیسه کې

خو ځیني ښوونکي د پوهنې وزارت د چارواکو دغو ژمنو ته د شک په سترگه گوري. د کندز ولایت یو ښوونکي وايي "په کندز ولایت کې څه دپاسه ۸۰۰۰ تنه ښوونکي شته دي، خو لسو تنو ته یې هم ځمکه نده ورکړل شوې."

هغه دا هم وایي "په امام صاحب ولسوالۍ کې د ښوونکود ښارګوتي بنسټ نږدي ۶ کاله دمخه کیښودل شو خو تر ننه یې یوه نمره هم نده توزیع شوې. یواځې د نمونې په توګه يي دوه ښونکو ته یوه نمره په نښه کړي خو بیا ولاړل پسې ولاړل."

خو ښاغلی حقمل دا خبره ردوي او وايي ښوونکو ته د توزیع وړ ځمکې که دعوايي نه وی او یا نه وای غصب شوی، دا کار به په بیړه ترسره شوی وای. هغه وایي ښوونکو ته يي د ځمکو ورکړه یوه یقیني او باوري خبره ده "موږ نږدي ۲۱۷۰۰۰ تنه ښوونکي لرو چې سلو زرو تنو ته مو ځمکه ورکړي او دا ښيي چې زموږ ادعا شعار نه بلکې عمل دی."

د ښوونکو لپاره د افغانستان د پوهنې وزارت پالیسي داده چې هر ښوونکی که کاري سابقه ولري او که نه باید د یوې نمرې ځمکې خاوند شي.

د پوهنې وایي، دغه ځمکې د ښوونکو د شورا د پریکړو پر اساس توزیع کیږي په دې معنی چې اړو کسانو، د پاخه عمر لرونکو ښوونکو او هغو کسانو ته چې پخه کاري سابقه ولري لومړیتوب ورکول کیږي.

خو د پوهنې وزارت غټه ستونزه داده چې لاهم زیاتي دولتي خمکې د زورواکانو په واک کې دي، او له بلې خوا کله چې دوی د دولتي اساساتو او قوانینو له مخې د ځمکې اسناد تر لاسه کوي او توزیع ته یې تیاروي، نو گوري چې پر ځمکه باندې لا پخوا ودانۍ شوي وي.

د پوهنې وزارت په وینا د دغو ځمکو بیرته تر لاسه کول غټه او لانجمنه ستونزه ده چې وخت ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG