د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا کرکټ بور‌ډ پرېکړې ته د یو شمېر افغان نجونو غبرګون


د استرالیا کرکټ ادارې له لوري د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د شل اووریزه لوبو پر ځنډولو د افغانستان کرکټ بورډ د خواشینۍ ښودلو وروسته په دې اړه افغان نجونو هم غبرګون ښودلی دی.

د استرالیا کرکټ بورډ د مارچ پر ۱۹مه نېټه وویل، چې دوی ته خپل حکومت مشوره ورکړې چې "په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط مخ په خرابېدو دي" نو ځکه یې له افغانستان سره د درېو لوبو هغه لړۍ چې د روان کال په اګست میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې کېدونکې وه، ځنډوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۰مه نېټه د استرالیا کرکټ بورډ پر اعلامیې خواشیني ښودلې او ویلي دي چې "لوبه دې له سیاست څخه لیرې وساتل شي."

د افغان نجونو غبرګون

د کابل ولایت څخه فرشتې اعظمي، د امریکاغږ ته وویل چې د استرالیا کرکټ بورډ د پرېکړې ملاتړ کوي او وايي، چې "بهرني هېوادونه د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ، پرمختګ په فکر کې دي او هغوی یې تکلیفونه حس کړي دي نو د استرالیا غوندې نوره نړۍ دې هم د افغان نجونو زده کړو په ملاتړ غوڅ دریځ خپل کړي."

فرشتې اعظمي د افغانستان پر نارینه وو غږ وکړ چې د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم لپاره دې له دوی سره اوږه په اوږه ودريږي چې په دې نوي کال کې نجونو او ښځو ته هم د پرمختګ زمینه برابره شي.

بلخوا د زابل ولایت لېمې سپېڅلې بیا د استرالیا کرکټ بورډ له لوري له افغان ملي لوبډلې سره د لوبې نه کولو پرېکړه غندلې ده. له امریکا غږ سره په خبرو کې هغې وویل، پکار ده چې هرچا ته خپل حقونه ورسېږي خو د ښځو د حقونو پر سر دې نورو عام وګړو ته سزا نه ورکول کېږي.

لېمې سپېڅلې وویل: "زموږ لپاره دې د کرکټ لوبغاړي نه مجازات کېږی، هغوی ته دې د سیالۍ موقع ورکړل شي، دا د هغوی حق دی."

د افغان ښځو د حقونو په اړه د استرالیا کرکټ بورډ دریځ په داسې مهال مخې ته راځي چې د مارچ پر ۲۰مه نېټه په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال لپاره ښوونځي پرانیستل شول، خو د طالبانو په واکمنۍ کې دا دریم کال لپاره هم د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیز لګول شوی دی.

اسټرالیا کرکټ بورډ په ۲۰۲۱م کال کې هم له افغانستان کرکټ بورډ سره د خپل دولت د فشار له امله یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې وه، او بیا یې په ٢٠٢٣ کال کې له افغانستان سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ وځنډوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG