د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ استرالیا ته: کرکټ باید سیاسي نشي


د استرالیا ډیویډ وارنر په ۲۰۲۲ کال کې د استرالیا او افغانستان تر منځ د ۲۰ اوریزې لوبې وروسته افغان لوبغاړې راشد خان ته غاړه ورکړې.
د استرالیا ډیویډ وارنر په ۲۰۲۲ کال کې د استرالیا او افغانستان تر منځ د ۲۰ اوریزې لوبې وروسته افغان لوبغاړې راشد خان ته غاړه ورکړې.

د استرالیا له خوا د افغانستان سره د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د لړۍ د لغوه کېدو له اعلان یوه ورځ وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (وري ۱) وویل چې "کرکټ باید سیاسي نشي."

د استرالیا کرکټ بورډ ویلي چې دوی ته مشوره ورکړل شوې چې "په افغانستان کې د ښځو او نجونو دپاره شرایط مخ په خرابېدو دي" او له همدې کبله یې له افغانستان سره د دریو لوبو هغه لړۍ ځنډولې چې ټاکل شوې وه د اګست په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې وویل: "د افغانستان کرکټ بورډ د استرالیا کرکټ بورډ د پریکړې په اړه خواشیني څرګندوي چې د افغانستان سره یې یو بل دوه اړخیز سیریز ځنډولی او په ټوله نړۍ کې د بې پرې او له سیاست څخه پاک کرکټ په اړه خپل دریځ بیا تکراروي."

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې درېیم ځل دی چې استرالیا له نړیوالو ټورنمنټونو بهر له افغانستان سره له لوبې کولو ډډه کوي.

کرکټ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې شهرت موندلی او ددغه هېواد ملي ټیم توانېدلی چې د نړۍ په کچه سترو ټیمونو ته ماتې ورکړي.

خو د طالبانو په واکمنۍ کې د نورو بندیزونو ترڅنګ ښځې له لوبو څخه هم منع شوي دي. ملګرو ملتونو دغو محدودیتونو ته د "جنسیتي اپارتاید" نوم ورکړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د استرالیا له حکومت څخه وغوښتل چې "پر کرکټ بورډونو باندې خپلې سیاسي تګلارې تحمیل نکړي او د کرکټ په پراختیا باندې تمرکز وکړي."

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي: "د افغانستان کرکټ بورډ په افغانستان کې د دې لوبې اهمیت او د افغان ملت د خوښۍ سره یې د تړاو په پام کې نیولو سره، له سیاسي نفوذ څخه د کرکټ د جلا ساتلو پلوي کوي."

د طالبانو له راتګ څخه مخکې، د افغانستان کرکټ بورډ ورو ورو د ښځو ترمنځ د لوبې په وده کې پرمختګ کاوه او په ۲۰۲۰ کال کې یې د یو شمیر نیمه مسلکي لوبغاړو سره قراردادونه هم وکړل. ډیری دغه لوبغاړي اوس استرالیا ته کډوالې شوي دي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG