د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي قطر کې یې د افغان حکومت له استازي سره نه دي کتلي


د تیرو غونډو پرخلاف د رپوټونو له مخې په دوحه کې په شوو خبرو کې د بهرنیو هیوادونو استازو برخه نه لرله.
د تیرو غونډو پرخلاف د رپوټونو له مخې په دوحه کې په شوو خبرو کې د بهرنیو هیوادونو استازو برخه نه لرله.

افغان طالبانو په دوحه کې د افغان حکومت له استازي سره د لیدو کتو راپورونه رد کړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ادرس نه په یوه استول شوي پیغام کې ویل شوي چې دوی هېڅ یو استازي هم د افغانستان د ملي امنیت له مشر سره نه دي لیدلي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د هغو شرطونه په خپل ځای دی. طالبانو له ټولو رسنیو غوښتي چې له دا ډول خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

وړاندې​ د افغان حکومت کې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډیوسره په خبرو کې د افغان حکومت او د طالبانود استازو ترمنځ تماسونه تائید کړل، خو په اړه یې د جزئیاتو د ورکولو څخه ډ ډه وکړه.

د ګارډین برتانوي ورځپاڼې په یو راپور کې هم ویل شوي چې د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانکزي او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د ورور مولوي عبدالمنان ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې تیره میاشت او روانه میاشت درې وارې ملاقاتونه شوي دي.

د دغې ورځپاني د رپوټ له مخې د مولوي منان دې خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو د مشرتابه په استازیتوب برخه اخیستې وه. دا ورځپاڼه وایي چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ دا غونډې د امریکا متحده ایالاتو د مامورینو په مرسته ترسره شوي دي، خو د ورځپاڼي د رپوټ له مخې په دې دواړو غونډو کې د پاکستان حکومت استازو برخه نه لرله.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند مرستیال دواخان مینه پال، پرته له دې په دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د لیدو کاتو په اړه څه ووایي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې افغان حکومت په افغانستان کې د تل پاتې او با عزته سولې د ټینګیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ښاغلي مینه پال وویل " افغانستان حکومت د دایمي باعزته سولې د ټینګیدو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار اچوي اوددې لپاره هڅه کوي چې د بین الاافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې هغه ډلې چې د سولې سره یوځای کیږي خبرو ته راماتې کړي، فعلآ په دغه برخه کې د افغانستان حکومت په هیواد کې د پایدارې او باعزته سولې د ټینګیدو لپاره هڅه کوي ".

د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د دفتر رئیس عبدالولي نعیمي امریکا غږ سره په خبرو کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو په اړه بې خبري وښودله او وې ویل چې دوی پرې خبرنه دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحه د خبرو په هکله امریکا غږ ته ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د سیاسي چارواکو سره یې تماسونه نیولي چې د هغوې څخه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به دا ووایي، چې په قطر کې خبرې شوي او که نه.

XS
SM
MD
LG