د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان وايي د نیویارک د پېښې پلټنو کې همکارۍ ته چمتو دی


ویل کیږي چې احمد خان پاکستانۍ مېرمن لرله او پاکستان ته یې هم سفرونه کړي وو.
ویل کیږي چې احمد خان پاکستانۍ مېرمن لرله او پاکستان ته یې هم سفرونه کړي وو.

افغان حکومت وايي، که څه هم د نیویارک په پېښه کې متهم احمد خان رحمي امریکايي تابعیت لري، خو که د امریکا حکومت ترې د هغه په تړاوو په پلټنو کې د همکارۍ غوښتنه وکړي، همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل که د پلټنو په مهال هره اړتیا پېښه شي، افغان حکومت چمتو دی مرسته وکړي.

ښاغلي مینه پال وویل" دا متهم د امریکا اوسېدونکی دی، کیدای شي چې په افغانستان کې یې اوږد ژوند نه وي کړی، خوکه په پلټنو کې هرڅه ته چې اړتیا وه هر کمک ته اړتیا وه مونږ یې ترسره کوو".

ارګ دا برید په سختو ټکو غندلی دی. د افغانستان اجرائيه ریاست هم دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي دي چې دې پېښې وښوده چې ترهګري د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ دی.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ ته وویل" دا چې افغانستان په خپله قرباني د ترهګرۍ دی، نو اړتیا ده چې په ګډه مبارزه وشي".

ځينې کارپوهان بیا وايي، چې داسې پېښې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې نه شي خرابولی خو د عامو امریکايانو په نظر کې به د افغانانو په وړاندې د هغوی لیدلوری ټکنی کړي.

په امریکا کې لوستي کارپوه انتظار خادم وویل "داسې پېښې پخوا هم شوي، څه تاثیر به په اړیکو و نه لري، خو د عامو امریکايانو په نظر کې به د افغانانو او مسلمانانو په اړه پوښتنې راولي".

د ډونلډ ترمپ غبرګون

ډونلډ ترمپ د دغه پېښې په اړه کلک غبرګون ښودلی دی او پر امریکايي چارواکو یې نیوکې کړې چې ولې هغه یې په روغتون کې بستر کړ یدی.

هغه وویل "اوس به د هغه درملنه د امریکا او شاید د نړۍ یو ښه ډاکټر وکړي او بیا به ورته یو ښه وکیل ونیول شي، قضیه به یې د څو کلونو لپاره په محکمو کې وګرځول شي، خلک بیا به دا هر څه هېر کړي او هغه سزا چې باید هغه ته ورکړل شي، هغه به هم نه ورکول کیږي."

ښاغلي ترمپ د امریکا په فلورېډا کې خپلو پلویانو ته په وینا کې دا خبرې وکړې.

اخوا دموکراتې نوماندې هېلري کلنټن ددوشنبی په ورځ رایو ورکوونکیو ته ډاډ ورکړ چې امریکا به د ترهګرۍ سره په جنګ بریالې کیږي.

هېلري کلنټن وویل" زه په دې انتخاباتو کې یوازینۍ کاندیده یم چې د ترهگرۍ په اړه مې په سختو فیصلو کې برخه اخیستې ده چې ترهگرو ته څنگه ماتې ورکړو. ز ه ددې لپاره یو هر اړخیز پلان لرم چی ددې بدلیدونکي خطر مخه څنگه ونیول شي."

احمد خان پاکستانۍ مېرمن لرله او پاکستان ته یې هم سفرونه کړي وو. تر دې وړاندې یوه بل افغان الاصله امریکايي په فلوریډا ایالت کې د همجسنبازانو په یوه کلب برید کړی وو او په لسګونوامریکائیان یې یې وژلي وو.

XS
SM
MD
LG