د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مرکزي اسیا فوتسال سیالیو کې تاجکستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د تاجکستان فوتسال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د قرغیزستان په کوربتوب تر سره کیږي افغان لوبډلې نن سه شنبه فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶) د تاجکستان تر ۱۹ کلونو کم عمر فوتسال لوبډلې ته ۵ ـ ۱ ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوتسال فدراسیون د ادارې مشر سید داود مرتضوي وویل: " تاسو د نننۍ بریا شاهدان واست،ستاسو سره ژمنه کوو چې د ازبکستان لوبډلې ته به هم ماتې ورکوو."

د افغانستان تر ۱۹ کلونو د کم عمره فوتسال لوبډلې روزونکي سید محمود سعید هم ټولو افغانانو ته د یادې بریا مبارکي ورکړې او زیاته کړې ده چې پوره هڅه به وکړي چې له ازبکستان هیواد څخه هم راتلونکې لوبه وګټي.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره فوتسال لوبډلې تر دې مخکې له کوربه قرغیزستان څخه سیالي ګټلې وه او ایران ته یې بایللې وه.

د مرکزي اسیا د فوتسال سیالۍ د فبرورۍ په ۱۲مه د قرغیزستان مرکز بیشکیک کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG