د لاس رسي وړ اتصالات

سفیر محب، افغانستان کې امریکایی سرتیرو ته د زیات واک پریکړه ستایلې


امریکا په اوس وخت کې به افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتیري لري چې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به دنده بوخت دي
امریکا په اوس وخت کې به افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتیري لري چې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به دنده بوخت دي

د افغانستان د دفاع وزارت په دغه هیواد کې امریکایي سرتیرو ته د زیاتو صلاحیتونو د ورکولو په هکله د امریکا د دفاع وزیر جم مټیس، د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هره پریکړه چې د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ وشي دا وزارت یې عملي کولو ته ځان پابند بولي. په واشنګټن کې افغان سفارت هم په یوه اعلامیه کې دا پریکړه ستایلې ده.

وروسته له هغه چې د امریکا د دفاع وزیر جم مټیس وویل په افغانستان کې به خپلو عسکرو ته زیات صلاحیتونه ورکړي د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل، چې په هر ډول وي، امریکا دې په افغانستان پر افغانانو تپل شوې جګړه پای ته ورسوي.

جنرال دولت وزیري وویل چې د افغانستان جګړه اوږده شوې، دا جګړه د افغانستان خپله جګړه نده.

جنرال وزیري وویل "امریکا او ناټو چې په هر قسم وي، دا جګړه دې ختمه کړي، نور خلک ستړي شوي، دا زمونږ جګړه نده، دلته د نړۍ ترهګر جګړې کوي".

د ملي دفاع وزارت ویاند دا هم وویل چې امریکا او افغانستان مستقل هیوادونه دي، هره پرېکړه چې د دواړو هیوادونو مشران وکړي، نو د ملي دفاع وزارت د دغو پرېکړو ملاتړ کوي.

خو په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د خپل ټویټر په پاڼه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د دفاع وزارت څخه افغانستان کې د سرتیرو د تنظیم په برخه کې د بندیزونو د لرې کولو د پریکړې هرکلی کړی دی.

په واشنګټن کې د افغان سفارت په دې هکله یوه اعلامیه هم خپره کړې چې په کې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د کچې د څرنګوالي په برخه کې د امریکا د جمهوررئیس له خوا د دغه هیواد دفاع وزیر ته د واک د ورکولو هرکلی شوی.

اعلامیه کې ویل شوي " د امریکا د لویې ستراتيژۍ په هغه برخه کې چې مونږ یې له خپلو امریکايي همکارانو سره په ګډه کار کوو، مونږ ډاډمن یو، چې د امریکا ددفاع وزارت او جنرال مټیس ته د نویو صلاحیتونو ورکړه به د امریکا او افغانستان ګډ ستراتيژيک اهداف لا پسې غښتلي کړي، دا به زمونږ زړه ورو عسکرو ته د داعش، القاعدې او طالبانو په وړاندې جګړه کې ضروري مرسته وي".

د جون په څوارلسمه له پنټاګون په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د واک د ورکولو سره به په افغانستان کې د عسکرو په شمېر کې شاید کوم بدلون رانشي بلکې دا به د دفاع وزارت ته موقع برابره کړي، چې خپل ماموریت په ښه ډول سرته ورسوي او په سیمې کې د امنیت د ټینګولو لپاره په خپلو ژمنو کې مناسب بدلونونه راولي.

د پنټاګون اعلامیه دا هم وايي، چې د امریکايي ځواکونو اصلي هدف د افغان ځواکونو روزنه او ورسره مرسته ده.

کټ مټ همدا غوښتنه د ملي دفاع وزارت هم له امریکا کوي، د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل امریکا دې د افغانستان له وسله وال پوځ سره مرستې وکړي ترڅو خپله افغان ځواکونه د ترهګرۍ په ضد وجنګیږي او د سرحداتو ساتنه وکړي.

جنرال وزیري وویل" مونږ سره دې مرستې وکړي، چې خپله مستقل عملیاتونه وکړ لکه دا دوه کاله مو چې وکړل".

پنټاګون تېره ورځ دا هم ویلي، چې نوی فیصله یې د سیمې په اړه د پراخې ستراتيژۍ یوه برخه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د جون په دیارلسمه د امریکا د دفاع وزیر ته دا واک ورکړ، چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر په هکله په خپله پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG