د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: پاکستان خپلواک او سوله ییز افغانستان ته ژمن دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې افغانستان کې د سوله ییز هواري له لارې د روانې جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ کوي.

ښاغلي قریشي نن شنبه د «جون پر ۲۲مه» په اسلام اباد کې د افغان سولې په اړه د رابلل شوي کنفرانس پرانیستې ته وینا کې وویل: "د افغانستان په اړه د پاکستان لیدلوری روښانه دی، موږ له داسې افغانستان ملاتړ کوو، چې هم خپله او هم یې ګاونډیانو کې سوله رامنځته شي."

د افغان سولې په اړه دغه دری ورځنی کنفرانس په پاکستان کې د لاهور د سولې څېړنیز بنسټ او د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات بنسټ لخوا رابلل شوی دی.

ښاغلي قریشي همدارنګه وویل: "موږ د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پوره درناوی کوو او پر خپلو پښو ولاړ خپلواک، سوله ییز او ډیموکراټیک افغانستان ته ژمن یو، موږ د متقابل احترام او ګډو ګټو په اساس د یو او بل په داخلي چارو کې له لاس وهنې پرته د دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکي یو، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي لوی زیان تر افغانستان وروسته پاکستان ته هم اوښتی دی."

نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د ستراتيژیک نفوذ په لټه کې نه دی.

قریشي که څه هم په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن هڅه کوي د دواړو هېوادونو خپل منځي اړیکې خرابې کړي.

ویل کېږي په دغه کنفرانس کې به تر ډېره پر افغان سولې، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه هم خبرې وشي.

په دغه کنفرانس کې د پخواني ولسمشر، حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، محمد حنیف اتمر، عطاء محمد نور، عبدالرشید دوستم په ګډون تر ۳۰ پوري افغان سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، احمد ضیاء مسعود، عبدالطیف پدرام، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د سولې شورا مشر کریم خلیلي، سید حامد ګیلاني او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د نوموړي استازو ګډون کړی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر تېره ورځ وویل چې د وخت د کموالي له امله په دغه کنفرانس کې ګډون نشي کولای.

دغه غونډې ته د طالبانو استازي نه دي بلل شوي.

دا غونډه پر داسې مهال رابلل کېږي چې ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روانې جون میاشتې پر ۲۷مه اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي او له بلې خوا د افغان سولې په اړه روانې هڅې هم نوي پړاو ته داخلې شوي دي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د دغه کنفرانس په اړه د افغان حکومت نظر هم واخلي، خو اجرائیه ریاست وویل، چې دوی به وروسته په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG