د لاس رسي وړ اتصالات

قطر کې د افغان سولې په اړه «بین الافغاني» غونډه پیل شوه


د قطر او جرمني په کوربتوب د افغان سولې په اړه «بین الافغاني» غونډه نن یکشنبه «د چنګاښ پر۱۶مه» په دوحه کې پيل شوه.

دغه غونډه نن یکشنبه( جولاۍ ۷) له غرمې مخکې د کابل پر وخت شااوخوا ۱۱ بجې د قطر او جرمني هیوادونو د استازو په وینا سره پیل شوه.

د افغان سولې په اړه دغه «بین الافغاني»غونډه چې نن او سبا به دوام ولري، د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو ترڅنګ، د سیاسي ډلو،ښځو، مدني ټولنو او طالب استازو په ګډون پکې شااوخوا ۶۰ تنو ګډون کړی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانگړی استازی مارکوس پوتسل چې د قطر سره یوځای ددغې بین الافغاني غونډې کوربه دی، گډونوالو ته په وینا کې وویل "ستاسې هر یو به ددې فرصت او مسؤلیت ولري چې قهرجنه مقابله د سولې په بحث بدله کړئ".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ترهگرۍ ضد چارو ځانگړي استازي مطلق بن ماجد القحطانی خبریالانو ته ویلي چې دوی د افغانستان د راتلونکې لپاره د "لارې یوه نقشه" غواړي. هغه زیاته کړه چې: "د افغانستان کړکیچ په افغانانو پورې مربوط دی او دغه غونډه د افغانانو ترمنځ ده".

له بلې خوا د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي غړې اصیله وردک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د غونډې "هر یو گډونوال په اوربند باندې ټینگار کوي".

میرمن وردک همداشان اژانس ته ویلي چې د طالبانو استازي عباس ستانکزي په خپله وینا کې په اقتصادي پرمختیا کې د ښځو او د اقلیتونو رول ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې طالبان به "د افغان او اسلامي کلتور او ارزښتونو مطابق ښځو ته د کار کولو او ښونځیو ته د تللو او زده کړو اجازه ورکړي."

طالبانو تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په دغه ناسته کې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دغه ډلې ۱۷ کسیز پلاوی ګډون کوي.

د یادې غونډې ګډونوال په دغه ناسته کې سولې ته د رسېدو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کوي.

د یادې غونډې د پرانیستې لومړۍ شېبې په ژوندۍ بڼه خپرېدې، خو وروسته خبریالان د غونډې له تالار څخه و ایستل شول او مذاکرات د بندو دروازو تر پیل شول.

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یادې غونډې تر پرانیستې مخکې خبریالانو ته وویل، که څه هم نوموړی په دغه کنفرانس کې ګډون نه کوي، خو زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي زیاته کړه:"دا کنفرانس د افغانانو ترمنځ دی."

په قطر کې د یادو «بین الافغاني» خبرو له امله په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ مذاکراتو کې هم دوه ورځنۍ وقفه راغلې ده.

زلمي خلیلزاد هم تېره شپه پر خپل ټويټر وویل، چې یاد «بین الافغاني» مذاکرات د افغان د سولې په بهیر کې حیاتي ارزښت لري.

دا غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي چې طالبانو نن په غزني ښار کې د ملي امنیت پر یو مرکز مرګونې موټر بم برید کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹نور ټپیان شوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یاد برید په غندلو سره ویلي، طالبان باید پوه شي چې د ورته بریدونو په تر سره کولو سره د سولې په خبرو کې امتیاز نشي تر لاسه کولای.

د ارګ په اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي: "طالبانو د دغه تروریستي برید په ترسره کولو سره وښوده چې عمل او خبرې یې جدي تناقض لري. په داسې حال کې چې په قطر کې مذاکرات کوي."

XS
SM
MD
LG