د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جلغوزې د پاکستان په نوم د نړۍ بازارونو ته ځي - افغان سوداګر


په خوست کې د جلغوزو په سپړلو بوخت کارکوونکي او سوداګر وايي، حاصلاتو ته یې د بازار د نشتوالي له امله د افغانستان جلغوزې پاکستان ته قاچاق کیږي او له هغه ځایه د پاکستان په نامه د نړۍ مارکېټونو ته صادریږي.

د خوست په مرکز شهیدانو سیمه کې دا خلک وايي د تېر کال حاصلات یې تر ډېره خرڅ نه شول او سږنی کال هم اندېښمن دي چې که نورو هېوادونو ته یې صادرات چټک نه شي نو له ورته ستونزې سره مخامخ کیږي.

واحد الله، د جلغوزیو سوداګر دی. هغه وايي، پاکستان له دې حالت څخه استفاده کوي. هغه غوښتنه لري چې افغان سوداګرو ته په افغانستان کې ددې زمینه برابره شي چې خپل مالونه چین، دوبۍ او نورو هېوادونو ته صادر کړي.

په خوست کې د جلغوزو بل سوداګر امین خان هم همدا تمه لري چې مالونه یې تر نړیوالو مارکېټونو ورسیږي.

خو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې تازه یې چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو صادرول پیل کړي او د همدې کال په اوږدو کې تر څلور زره ټنه جلغوزي چین ته وړل شوي دي.

د طالبانو چارواکي وايي، هڅه کوي چې د صادراتو دغه کچه نوره هم لوړه کړي.

په خوست کې ځايي خلکو ته له غوټو نه د جلغوزو را ایستلو په بدل کې نغدې پیسې نشته، خو تشو غوډلیو نه د خاشاکو په توګه د استفادې لپاره خواري کوي.

د اټکل له مخې، د افغانستان په ۴۳ زره هکټاره ځمکه د جلغوزو ځنګلونه شته چې ډېرې یې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې دي. دغه ځنګلونه هر کال شاوخوا ۳۳ زره ټنه حاصل کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه هېله لري چې سږنی کال به د جلغوزو صادرات د هوايي دهلیزونو له لارې چین، هند او متحده عربی اماراتو ورسیږي.

په خوست کې د سوداګرۍ خونې مشر نواب امیرزی د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان د جلغوزو د صادراتو د پراخېدو تر څنګ ټینګار کوي چې که دا حاصل پاکستان ته وړل کېږي، نو باید له قانوني لارې وشي.

د هوايي دهلیزونو له لارې نورو هیوادونو ته د افغانستان د تولیداتو د صادرولو بهیر د مخکیني ولسمشر اشرف غني د کار په موده کې ددې لپاره پیل شوی و چې د افغانستان د صادراتو کچه لوړه کړي.

که څه هم څو کاله مخکې د هغه وخت حکومت غوښتل چې د یو درې کلن پلان له مخې د جلغوزو شپږ میلیونه نوي نیالګي کښینوي چې په پنځو کلونو کې د افغانستان د جلغوزو کلنی حاصل ۶۰ زره ټنو ته ورسوي. خو دغه پلان عملي نشي.

XS
SM
MD
LG