د لاس رسي وړ اتصالات

بې وزلۍ او د ستنولو اندېښنو په پاکستان کې د یو شمېر افغان کډوالو اختر پیکه کړی


افغان کډوال
افغان کډوال

په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د سږنی اختر خوښۍ د پاکستان حکومت دې اعلان چې وايي، تر اختر وروسته به یې خپل هېواد ته ستنوي، نه یوازې پیکه کړې، بلکې اکثریت یې بیا کډې بارولو ته خپه هم دي.

دوی وايي هلته یې له لسیزو راهیسې په خپل زیار او خوارۍ کورونه او کاروبارونه جوړ کړي دي او په دې اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې اقتصادي حالاتو کې بیا له نوې سره ژوند پر پښو درول ورته له غره سره ډغره ښکاري.

د خیبرپښتونخوا د هري پور کډوالو کمپ عبدالحکیم وحدتیار له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د ډېرو افغان کډوالو ژوند زښت ګران شوی دی، د رزق درک یې نه لګي، له افغانستانه خلک دې غاړې ته راتښتي او پاکستان کې چې کوم خلک پراته دي په هغوی يې رڼا ورځ تیاره کړې ده.

هغه وویل: «نو موږ ټول پرېشانه یو، روزګار په خلاصو تڼیو نه شو کولای نو په داسې بې روزګارۍ کې به زموږ څه اختر وي، د بچیانو د کالیو لپاره پېسې نه لرو او چې کالي واخلو نو بیا راسره د خیاط لپاره پېسې نه وي.»

وحدتیار زیاتوي، اخترونه په ازاده او خوشاله فضا کې نمانځل کېږي، اوس که په اروپا یا نورو هېوادونو کې د افغان کډوال اخترونه نمانځي هلته خو بیا هم روزګارونه دي، بشر دوستي او انسانیت وي، «نو زموږ خو په وطن کې هم داسې حال ده او دلته هم.»

د هري پور افغان کډوالو پنډغالي په یوه ښوونځي کې ښوونکی ستانکزی بهیر هم له امریکا غږ سره په خبرو کې د وحدتیار غوندې خواله کوله.

نوموړی وايي، ژوند یې ټول له کړاونو سره مخ دی: «بې وزلي ده، اوس چې اختر دی نو یوازې ماشومانو ته یې کالي کړي دي، که په پور وي او که په هره طریقه، ځکه چې کوچنیان بچي خو ستا غریبۍ ته نه ګوري، که هر څه وي، کالي به ورته اخلې.»

هغه زیاتوي، د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) د افغان کډوالو ماشومانو ته د ښوونځي درېشي ورکړې وې خو له هغوی سره دومره پېسې نه وې چې په درزي یې وګنډي.

بهیر وايي: «دلته افغان کډوال دومره پیسې پیدا کوي چې په مشکل د خپلو بچیانو ډوډوۍ پرې پوره کړي، او بیا د پاکستان حکومت د کډوالو د شړلو له اعلان سره د دوی اختر بېخي پیکه شوی دی او اندېښمن دي چې څه به ورسره کېږي نو ژوند مو له عذابه ډک دی.»

د مردان د جلاله کمپ بل افغان کډوال سیدولي چې په ځايي بازار کې یې د شیریخ لاسي ګاډی لګولې ده.

هغه له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل تر اوسه خو یخني وه او اوس لږه لږه ګرمي شورو شوې ده، کار روزګار يې هم سم نه دی نو په داسې حالاتو کې به څنګه اختر ولمانځي.

دی زیاتوي: «اخترونه خو د شتمنو خلکو وي، موږ غریبان خو بس چې لمونځ وکړو نو ویده شو، اختر په کور کې تېروو، زموږ پر وطن له څلوېښتو کالو راهیسې ناارامي ده، د امنیت وضیعیت سم نه دی نو هلته هم ژوند نه شو کولای د لوی خدای په دې ځکمه زموږ ژوند زښت مشکل دی. د کډوالۍ او بې وزلۍ به څه اختر وي. »

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت تکل لري چې تر اختر وروسته د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۵مه نېټه په دغه هېواد کې میشت په سلګونه زره هغه کډوال چې د افغانستان وګړتوب کارتونه او پي او ار کارتونه لري، د هغوی خپل هېواد ته د ستنولو دویم پړاو پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG