د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت: ایران افغان کډوال په زور وباسي


افغان مقامات وایې چې ایران د کډوالو په اړه د خپلو کړو ژمنو پر خلاف، په زور افغانان مهاجرین لدغه هېواد څخه وباسي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي چې تهران په څرګنده د کډوالو په باب د دوه اړخیزو او درې اړخیزو سندونو څخه سرغړونه کوي.

د وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې ایران په اجباري ډول د کډوالو ویستل پیل کړي دي.

میاخیل وویل: "له ایران څخه زموږ ډیر هېوادوال په زور ویستل کیږي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د احصائیو له مخې هر ورځ لږترلږه ۲۰۰۰ کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستنیږي.

اوسمهال په ایران کې نږدې ۱،۹ میلیونه افغانان اوسیږي. یواځې تیر کال لدغه هېواد څخه ۴۴۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د اټکل له مخې په پام کې ده په روان کال کې یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راشي.

افغان کډوال په اروپا کې

له اروپا څخه د شړل شویو افغان پناه غوښتونکو په باب د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت احصائیې ښیې چې د روان کال له پېل څخه تر دې دمه ۲۶۲ تنه افغانان له اروپايي هېوادونو څخه شړل شوي دي او نږدې ۵۰۰ نور کسان پخپله خوښه راستانه شوي دي.

په ۲۰۱۵ کې ۲۵۰ زره او په ۲۰۱۶ کې ۷۰۰۰۰ افغانانو بهرنیو هېوادونو ته غیرقانوني مهاجرت کړی دی.

XS
SM
MD
LG