د لاس رسي وړ اتصالات

ډیر افغان مهاجرین غواړي خپل هیواد ته ستانه شي


افغان کډوال په پاکستان کې دیته په کتار کې ولاړ دي چې خپل پاسپورت واخلی څو هېواد ته سفر وکړی شي
افغان کډوال په پاکستان کې دیته په کتار کې ولاړ دي چې خپل پاسپورت واخلی څو هېواد ته سفر وکړی شي

د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمیشنر وايي په پاکستان کې زیاتره افغان مهاجرین خپل هیواد ته ستنیدل غواړي، خو په افغانستان کې د نا امنۍ له امله نه ستنیږي.

د ملګروملتونو کمشنر د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې د سولې د راوستلو لپاره د افغانانو سره په سیاسي ډګر کې همکاري زیاته کړي ترڅو د افغانانو د هجرت بحران پای ته ورسیږي.

د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي نوښار ته نږدې د اضاخیلو په کمپ کې د ستنیدونکو مهاجرینو د نوم لیکنې په یو مرکز کې وویل "

زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د منابعو په برخه کې زمونږ سره نورې مرستې وکړي. مونږ همداراز سیاسي پام ته اړتیا لرو چې له افغانانو سره د سولې په راوستلو کې مرسته وکړو. مونږ باید بدبینه نه واوسو. مونږ باید و نه وایو چې دا امکان نه لري. امکان لري، ځکه چې ځوانان سوله غواړي".

د ملګرو ملتو دغه چارواکي وویل چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابوالی د مهاجرینو په ستنیدلو کې لوی خنډ دی.

د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي وویل: په تیرو شلو کلونو کې څلور میلیونه خلک بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي او ډیر نور غواړي چې بیرته ولاړ شي. یو څه کسان بیرته ځي، خو زیات بیرته نه ځي، ځکه چې هغوی زیاتره په افغانستان کې د امنیت په اړه اندیښه لري.

ماهره خان د پاکستان فلمي هنرمنده چې د ملگرو ملتونو ملاتړې ده وايي د بې ځایه شویو او مهاجرینو نیمايي برخه ماشومان دي
ماهره خان د پاکستان فلمي هنرمنده چې د ملگرو ملتونو ملاتړې ده وايي د بې ځایه شویو او مهاجرینو نیمايي برخه ماشومان دي

ددغه مرکز څخه د لیدنې په ترڅ کې له ګراندي سره د پاکستان فلمي ستورې ماهره خان هم ملګرې وه چې د مهاجرینو او تنکیو ځوانانو په چارو کې د ملګرو ملتو د مهاجرینو د ادارې یوه مدافع ده.

ماهره خان د پاکستان فلمي هنرمنده وايي: د بې ځایه شویو او مهاجرینو نیمايي برخه ماشومان دي او دا مهمه ده، ځکه چې ماشومان زمونږ راتلونکی جوړوي، نو که مونږ سره یوځای شو او په ګډه ددې وضعیت د پای ته رسیدو لپاره مرسته وکړو، مونږ به د نړۍ راتلونکی ښه کړو.

په دغه مرکز کې یو ستنیدونکي افغان وویل چې په افغانستان کې څه نه لري، خو بیا هم هیواد ته ځي.

په پاکستان کې افغان کډوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

یو ستنیدونکی افغان مهاجر خالد وايي: زه په پاکستان کې خوشحاله یم او کومه ستونزه نه لرم، خو اوس غواړم چې بیرته افغانستان ته ولاړ شم. هلته مونږ نه کور او نه کاروبار لرو، خو خدای مهربان دی.

د ملګرو ملتو عالي کمیشنر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هیواد صدراعظم له عمران خان سره هم لیدلي دي. هغه وویل چې خان ورته ډاډ ورکړي چې افغان مهاجرین به په زوره و نه شړل شي، بلکه په هغه هیواد کې د اوسیدو په موده کې به له آسانتیاو برخمن وي.

بلخوا اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر مرستیال ښاغلي زردشت شمس ویلي چې دوي هیله مند دي چې د پاکستان نوی حکومت به د افغان مهاجرینو په اړه یوه بهتره پالیسي غوره کړي.

ښاغلي زرد دشت شمس د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې دوي د پاکستان چارواکو سره ملاقاتونو کې ډیر مثبت تاثر اخیستی او هیله ده چې عمل کې ېې هم وویني.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00

XS
SM
MD
LG