د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر د مذاکراتو دوهمه ورځ د طالبانو د وروستیو حملو تر سیورې لاندې


په دوحه کې د جرمني او قطر په کوربتوب د افغانستان د سولې لپاره د قطر د بین الافغاني مذاکراتو دوهمه ورځ په غزني کې د مرگونې چاودنې وروسته پیل شوه.

داسې بریښي چې په افغانستان کې د طالبانو وروستۍ حملې تر یوه حده د قطر په خبرو اثر کړی دی.

د قطر په خبرو کې شامل یو افغان مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې د هغو کسانو سره کښیناستل چې د بیگناه افغانانو په وړاندې جنگیږي ډیر سخت کار دی.

هغه وویل: " د هغو کسانو په وړاندې کښیناستل چې د بیگناه افغانو په وړاندې جگړه کوي ډیر ستونزمن کار دی، خو دا په عین وخت کې سولې ته زمونږ ژمنتیا ده".

په قطر کې د افغانستان د حکومت یو بل مقام چې هغه هم نه غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې د طالبانو د موقف په اړه شک لري.

هغه د اسوشیتیدپرس ته ویلي: "زه د یو افغان په توگه دلته راغلی یم، خو ډاډمن نه یم چې طالبان هم ځانونه افغانان بولي که نه".

طالبانو ادعا کړې وه چې په غزني کې برید هغوي کړی چې ١٢ تنه په کې وژل شوي او د ماشومانو په گډون ١٧٩ تنه پکې ټپي شوي و.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، په افغانستان د ملکي مرگ ژوبلې په اړه د امریکا غږ ته وویل: "زمونږ پالیسي داده چې په ملکي تاسیساتو نه بلکه په پوځي اهدافو برید وکړو. زمونږ پالیسي د ملکي وگړو د تلفاتو مخنیوی دی. فکر نه کوم چې په ملکي وگړو دې په عمدي توگه برید شوی وي او داسې وي په اړه به یې پلټنې وشي".

هغه زیاته کړه چې جگړه روانه ده او "بدبختانه ځنې وخت د ملکي تلفاتو سبب کیږي چې هغه هم قصدي نه وي".

خو د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي طالبانو په تاوتریخوالي سره د سولې په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستلو په لټه دي.

د قطر د غونډې یو گډون کوونکي مولوي صفي الله نورستاني وویل: "د هغه پلاوي له لورې چې د کابل نه راغلی په اوربند ټینگار وشو، خو طالبانو تر اوسه پدې هکله مثبت ځواب ندی ورکړی."

طالبانو تر اوسه د اوربند او افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو هر ډول وړاندیزونه رد کړي دي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانگړي استازي مارکوس پوتسل د نننۍ غونډې په پیل کې وویل ددې وخت رارسیدلی چې افغانان خپل اختلافاتو ته شا کړي: "تاریخ به هغوی په یاد ولري چې د خپل هیواد لپاره له خپلو اختلافاتو لاس اخلي."

د قطر حکومت هم ویلي چې هیله من دي افغانان مثبتې خبرې ولري.

مذاکره کوونکو اړخونو نن د یوې اته کسیزې کمیټې په جوړولو چې پنځه تنه یې د کابل د پلاوي او درې یې طالبان دي موافقه کړې چې د دغو بین الافغاني مذاکرو په اړه گډه اعلامیه ولیکي او خپره کړي.

XS
SM
MD
LG