د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ښوونځیو کې د زده کوونکو د ورېښتانو پر قیچې کولو بندیز


د افغانستان د پوهني وزارت په ښوونځیو کې د زده کوونکو د ورېښتانو پر خرېیلو او یا هم قیچي کولو بندیز لګولی.

د پوهنې وزارت یاد اقدام پر داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په یو شمېر ښوونځو کې د ځینو ښوونکو لخوا د زده کوونکو د ورېښتانو د خرېیلو او یا هم قیچي کولو په اړه شکایتونه راپور ته شول.

د افغانستان په یو شمېر ښوونځیو کې ډېر کله د نظم، نظافت او ډسپلین په هدف د زده کوونکو غټ ورېښتان قیچي او یا هم خرېیل کېږي.

د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي په یوه تازه بیان کې د زده کوونکو پر روحي او رواني حالت د بدو اغیزو د مخینوي لپاره یاد امر کړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي:"د زده کوونکو د روحي او رواني حالت خرابېدو د مخنیوي لپاره د کابل د پوهنې ریاستونو مسؤلینو ته دغه سپارښتنه شوې ده."

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دې ادارې د دې ډول چلند پرځای له کورنیو سره په ګډه د «اصلاح بدیلې لارې» باندې ټینګار کړی دی.

د پوهنې وزارت ویلي، چې دغه امر یې د افغانستان د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته استولی چې له سرغړونکو سره به یې جدي چلند وشي.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کابل د سیمه ییز دفتر مشر عبدالواحد فرزام د پوهنې وزارت د یاد اقدام هر کلی کوي.

ښاغلي فرزام د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې د پوهنې وزارت باید د دې ترڅنګ په ښوونځیو د زده کوونکو په وړاندې د بل هر ډول تاوتریخوالي مخه هم ونیسي.

هغه وویل:"لکه څنګه چې موږ مخکې هم په افغان ښوونځیو کې له زده کوونکو سره د تاوتریخوالې په اړه اندېښنه ښودلې وه، بیا هم ټینګار کوو چې زده کوونکو ته د زده کړو له اړخه باید یو مصؤن چاپېریال رامنځته شي، موږ د پوهنې وزارت د دې اقدام هر کلی و."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني هم تر دې مخکې ویلي چې ښوونځي د تاوتریخوالې ځای نه دی.

XS
SM
MD
LG