د لاس رسي وړ اتصالات

والیان له جمهور رئیس غواړي چې ملیشې کنترول کړي


جمهور رئیس غني وایي چې د بنیادي اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په خاطر فشارونو ته نه تسلیمیږي او سلیقوي چلند نه کوي.
جمهور رئیس غني وایي چې د بنیادي اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په خاطر فشارونو ته نه تسلیمیږي او سلیقوي چلند نه کوي.

یو شمیر والیانو او د خلکو استازو د غیر مسوولو وسله والو ډلو د شتون په هکله اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د دوی پر وړاندې جدي چلند وکړي.

ښاغلي غني د غیر مسؤلو وسله والو ډلو د منحلولو په اړه د خلکو د استازو د وړاندیز په ځواب کې وویل چې حکومت غواړي ددغو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، خو دغه موضوع باید په کامله اجماع او له سلیقوي مسایلو پرته ترسره شي.

ښاغلی غني په حکومت کې د اصلاحاتو د راوړلو لپاره د خلکو د استازو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د بنیادي اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په خاطر فشارونو ته نه تسلیمیږي او سلیقوي چلند نه کوي.

جمهور رئیس غني د والیانو او د کابل، غزني، نورستان، فراه، سرپل، سمنگان، میدان وردک، خوست، تخار، بادغیس، بغلان او فاریاب له استازو سره په لیدنه کې له هغوی څخه وغوښتل چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د افرادو په جلب او جذب کې هڅه وکړي.

جمهور رئیس غني وویل چې ټولو والیانو ته صلاحیت ورکړل شوی چې دامنیتي ځواکونو شتون د کمیت، اکالاتو، منابعو او واقعي ظرفیت له مخې تثبیت کړي او ستونزې او خطرونه د ولایتونو د رښتیني وضیعت په پام کې نیولو سره وړاندې کړي چې د هغه پر بنسټ تصمیم ونیول شي.

تیره اونۍ د افغانستان د پوځ لوی درستیز د داعش پر ضد د جگړې د رهبرۍ لپاره د ننگرهار ولایت د سفر پر وخت هم وویل چې غیر مسؤله وسله والې ملیشې یا باید د دولت په چوکاټ کې راشي یا به هم د هغه په وینا د قانون منگلو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG