د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار یوې مسؤلې د کرکټ نړیوالې شورا کې د افغانستان د غړیتوب ځنډولو غوښتنه کړې


په افغانستان کې د ښځو کار او نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت د بندیز پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، د بشري حقونو څار سازمان د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړیتوب وځنډوي.

د بشري حقونو شورا د نړیوال نوښت مسؤلې مینکي وردن د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه غوښتنه په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو په وړاندې محدودیتونو له امله شوې ده.

اغلې وردن زیاته کړې: "د کرکټ نړیواله شورا (ICC) باید افغانستان چې د طالبانو لخوا اداره کیږي په دغه شورا کې غړیتوب او د کرکټ په نړیوالو لوبو کې ګډون باید وځنډوي تر څو چې ښځې او نجونې وکولای شي یو ځل بیا په دغه هیواد کې په تعلیم او ورزش کې ګډون وکړي."

طالبانو په تیرو ۱۶ میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار، زده کړو، ورزش، ټولنیزو فعالیتونو ترڅنګ په یو لړ نورو برخو کې پر هغوی پراخ محدودیتونه وضعه کړي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

پدې وروستیو کې استرالیا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري‌ د نجونو په تعلیم او د ښځو په کار باندې د بندیزونو په غبرګون کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره درې پلان شوې یوه ورځنۍ لوبې نکوي. د افغانستان کرکټ بورډ دا پرېکړه غندلې او «نا عادلانه» یې بللې ده.

ټاکل شوې وه چې د مارچ په میاشت کې استرالیا له افغانستان سره په متحدو عربو اماراتو کې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي، دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ لپاره کېدې چې د کرکټ نړیوالې شورا تنظیم کړې وې.

د بشري حقونو څار سازمان د نړیوال نوښت مسؤلې همدارنګه زیاته کړې چې د کرکټ نړیواله شورا باید د تبعیض ضد سیاستونه غوره کړي، ځکه د اغلې وردن په خبره، ځکه طالبانو د ټولو نجونو پر مخ ورزشي مرکزونه بند کړي او هغوی ګواښلي دي.

هغې زیاته کړې: "په پایلې کې د ښځو او نجونو یوه برخه له ورزش څخه پټي شوي دي او له ورزش سره د خپلو تر لاسه شوو شواهدو، اسنادو خپلو مډالونو او ورزشي لباسونو د له منځه وړلو په حال کې وې.په افغانستان کې ګن شمېر ورزشکاران پاتې دي،نشي کولی چې په خوندي توګه تمرین وکړي."

د کرکټ نړیوالې شورا او د افغانستان کرکټ بورد تر دا مهاله د بشري حقونو څار سازمان د دغه غړې د غوښتونې په اړه غبرګونه نه دی ښودلی.خو تر دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو د استرالیا دا پرېکړه غندلې او نا «غیرعادلانه، له وخته وړاندې او اندېښمنوونکې» یې بللې وه.

د افغان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې د استرالیا دا پرېکړه « سیاسي، غیرمنطقي، له وخت وړاندې او د افغانستان له یوه ستر او کرکټ سره مینه درلودونکي ملت سره ستره جفا » ده.

کرکټ‌ بورډ وايي چې استرالیا ورسره منلې وه چې دا درې لوبې به په اماراتو کې له افغانستان سره کوي‌ او وايي چې« په دې اړه به له یاد بورډ او د کرکټ له نړیوالې شورا سره ډېر ژر خپل دریځ شریک کړي».

د افغانستان د کرکټ‌ د شلو اوریزو لوبډلې کپتان راشد خان چې له څو کالونو راهېسې په استرالیا کې په تجارتي‌ لیګ کې لوبېږي،‌ د دې پرېکړې په اړه خواشینې ښودلې ده.

راشد خان لیکلي‌دي‌چې دا پرېکړه افغانستان کرکټ بدو حالاتو ته ګرځوي او «که له افغانستان لوبه کول د استرالیا لپاره دومره نا ارام کوونکي‌ وي، زه هم نغواړم چې په بګ بش کې په خپل موجودیت سره هلته څوک نا ارام کړم. او په دې اړه په خپلې راتلونکې جدي فکر کوم.»

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر نور لوبغاړي چې تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې وه، د استرالیا یاده پرېکړه هم غندلې وه.

افغانستان د کرکت نړیوالې شورا بشپړه غړیتوب لري او د دغه شورا د منشور په اساس، باید د دغه شورا د غړو هیواودنو کې دنارینه کرکټ ټېمونو ترڅنګ د ښځو کرکټ ټېمونه هم مساوي وده وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا په دې وروستیو کې پخپل تازه پرېکړه کې ویلي و چې د افغانستان د کرکټ ملي ټېم ملاتړ ته دوام ورکوي، خو ترڅنګ یې څرګنده کړې وه چې د دغه ورزش د رهبرۍ د څرنګوالي په ګډون د ښځينه کرکټ ټېم پر ودې او پرمختګ هم خپل نظارت کوي.

XS
SM
MD
LG